قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د«On Islam» نه په نقل، د حجاب نړیواله ورځ(#WorldHijabDay) باندې په توئټر او فیس بک کښې له ټولې نړۍ د حجاب په حق کښې پیغامونه په لیک شوی.
کارن لیکلې: حجاب ماته ښودلې چې د وېښتو او د څرمن د ښکلا نه مهم څیز هم وجود لری او هغه د یوې ښځې شخصیت دی.
د فروری ړومبۍ ورځ له تېرو درې کالو رسی مسلمانانې او غیر مسلمانانې په ملیونو ښځې په سر باندې حجاب اچولو سره د نړۍ په ۱۱۶ هیوادونو کښې لاریون پیل کوی او دا ورځ د حجاب نړیواله ورځ ټاکې.
د دې ورځ پروګرامونو سره سره یوه غیر مسلمانه ښځه دعوت کېږی چې هغه یوه پوره ورځ حجاب سره خپل ژوند تېر کړی، هغې ته د حجاب د فلسفه په اړه او د خپلې خوښې حجاب کولو او په اسلام کښې د ښځو د مقام په اړه ښودنې کېږی.
دا حجاب چې درې کاله مخکې د نیویارک یوې مسلمانې ښځې له اړخه پیل شوی وو او د هیوادونو د لویو مقاماتو نه ورته حمایت حاصل دی.
ملیسا بلیک د «ووډ بوفالو» اوسېدونکې په کاناډا کښې د اسلامی حجاب سره د حجاب نړیواله ورځ مراسمو کښې شرکت وکړو.
همدارنګه یو شمېر ښځو په سرونو باندې شالونه او لوپټې اچولو سره خپل انځورونه خپور کړل او د حجاب په حقله یی د ښځو د حق نه حمایت وکړو.
http://iqna.ir/fa/News/2801690