IQNA

مدینه منوره کښې د قرآن کریم موضوعی دایرت المعارف تدوین

0:03 - February 13, 2015
د خبر لمبر: 2843120
نړیواله ډله: مدینه منوره کښې د قرآن کریم چاپ او خپرولو «ملک فهد» ټولنه د قرآن کریم د موضوعی دایرت المعارف خپرولو خبر ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه ( ایکنا) له راپور له مخې، د ابنا اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، د ملک فهد علمی کمېټه قرآنی ټولنې د قرآن کریم موضوعی دایرت المعارف چې ۱۵۰۰ مختلفو موضوعاتو باندې لیکلې شوی پایی ته ورسولو.

دا دایرت المعارف چې «المعجم المیسر لموضوعات القرآن الکریم»(د قرآنی موضوعاتو آسان دایرت المعارف) نوم لری علمی، دقیق نږدیکت او اخځیادون سره مستند تدوین شوی دی.

محمد سالم بن شدید العوفی د قرآن ملک فهد ټولنه مشر په دې اړه وو ویل: د دې دایرت المعارف لیک د قرآنی آیاتو موضوعاتو په اساس شوی تر دې چې که یو څېړونکې د قرآن یو خاص موضوع لیدل غواړې ورته اسانه وی.

هغه زیاته کړه:  مدینه منوره کښې د قرآن کریم چاپ او خپرولو «ملک فهد» ټولنې د قرآن کریم په موضوعاتو کښې لټون کولو لپاره یو اسان طریقه تر لاسه کولو لپاره دا دایرت المعارف لیکلی.

العوفی په اخیره کښې وو ویل: دا دایرت المعارف په د ټولنې یو لوی کار ګڼلې کېږی، چې د علم سره مینه لرونکو او د هغوی خدمت کولو به اړه اخیستلی شوی او څېړونکو لپاره یو کامل لغتی قاموس او د قرآن ټولو موضوعاتو ته شامل وی پیش بینی دا ده چې دا دایرت المعارف به ۶ ټوکونو کښې خپرېږی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2820278

captcha