IQNA

د شام مفتې جعفری ایکنا سره مرکه کښې:

د جنایاتو انځورونه خپرولو نه د ترهګرو هدف د اسلام رحمانیت ویجاړ توب دی

22:16 - February 23, 2015
د خبر لمبر: 2888179
نړیواله ډله: د اسلامی نړۍ مختلفو سیمو کښې د تکفیریانو جنایات پرمختګ دی او له دې کارونو انځورونه په انټرنیټ کې خپرولو نه د ترهګرو هدف په غرب کښې د اسلام رحمانیت ویجاړ توب او د اسلام نه وېرول دی.


د شام جعفری مفتې او د حمات ښار د جومات امام شیخ «غسان محمد اسماعیل»، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې وویل: نن په اسلامی نړۍ کښې ټول دا باور لری چې دا تکفیریان د امریکې، صهیونیستو او د غرب مزدوران دی او کوم جنایات چې دی د اسلام په نامه کوی په اصل کښې د اسرائیلو او د غرب خدمت لپاره دا هرڅه کوی.

هغه دې ته اشاره سره چې استکبار د اسلام ولس په ډله ډلبندی کښې اچولو پسی لاسونه وهی وویل: غرب غواړی چې اسلام د یو قدرت په توګه نړۍ کښې مطرحه نشی او هم دې لپاره کوښښ کوی چې د اسلام رحمانی مخ د منحرفو په لاسونو باندې ویجاړه کړی .

شیخ غسان محمد اسماعیل وویل: د داعش او د جبهه النصره غوندې منحرفه او افراطی ټولنې او دا رنګه نورې ترهګری ډلې چې په افغانستان، عراق، شام، لیبیا، لبنان او د اسلامی نړۍ په مختلفو سیمو کښې د اسلام په نوم باندې قتل او جنایت کوی هیڅ اړیکه له اسلام سره نه لری او دا خبر څو ځله د شیعه او سنی عالمانو له اړخه تایید شوی، خو مونږ وینو چې غربی رسنۍ کوښښ کوی چې دا ترهګر له اسلام په نوم وړاندې کړی چې هدف یی په غرب کښې د اسلام نه وېره او د اسلام رحمانی مخ ویجاړ کړی او په مسلمانو باندې خپله سرمایه مسلطه کړی.

دې د شام جعفری مفتې وویل: نن اسلامی نړۍ ډېر لوې ستونزو سره مخامخ ده او باید ووایو چې منځنی ختیځ نن یوه د فتنه، د بې ګناه مسلمانانو قتل او تاوتریخوالی سره مخامخ دی او غرب کښې هم د اسلام نه وېره پرمختګ روانه ده.

ایران، تکفیریانو سره مقابله کولو کښې له ټولو مخکې

شیخ غسان جمهوری اسلامی ایران تکفریانو سره مقابله کښې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره یوه نمونه وټاکله او وې ویل: ایران پرمختګ هم په دې کښې دی چې د اسلام بد غوښتونکو او دښمنانو سره مقابله وکړی او د مسلمانانو عزت او د افتخار سبب وګرځی.

د شام حمات ښار جومات امام وویل: د اسلامی انقلاب ارزښتونه کولی شی چې عربی او نور اسلامی ملکونو کښې تاثیر لرونکې شی، او که عربی ولس د ایران د انقلاب تجربو نه استفاده کړی وه نو نن به یی خپل انقلاب په ښه توګه مدیریت کوو.

http://www.iqna.ir/fa/News/2861900

captcha