IQNA

پېښور؛‎ د قرآن کریم کانفرانس پیل کولو لپاره تیاری

1:00 - March 01, 2015
د خبر لمبر: 2911978
خارجی څانګه: د پېښور پوهنتون له اړخه او د پېښور ایران کلتوری سازمان په مرسته پېښور پاکستان پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی کلتوری او اړیکو سازمان اطلاع رسوونکې څانګه نه به نقل، معراج الاسلام د پاکستان د اسلامی معارف پوهنتون څانګه مشر او د ایران کلتوری سازمان مشر رضا یوسفی سره لید کتنه وکړه.

پېښور کښې د قرآن ښودنې دوری پیل کول

شروع کښې د پېښور پوهنتون اسلامی معارف څانګه مشر د قرآنی کلتور خپرولو ضرورت باندې تاکید وکړو او وې ویل: غواړو چې په نږدې وخت کښې د خیبر پختونخوا ایالت دینی مدرسو معلمان لپاره یوه ځانګړی قرآنی ښودنې دوره پیل کړو.

هغه دې ته اشاره سره چې نن حقیقی اسلام باید نړۍ ته وړاندی کړلې شی، زیاته کړه: مونږ به د دې ایالت معلمانو لپاره توجیه کوونکې کلاسونه پیل کوو.

معراچ الاسلام پېښور کښې د خانه فرهنګ ایران نه دا کنفرانس پیل کولو کښې د مرسته غوښتنه وکړه، او وې ویل: د پېښور پوهنتون له نورو پروګرامونو نه یو پروګرام د قرآن کریم په اړه کنفرانس پیل کوو خو دا رنګه کنفرانس پیل کولو لپاره مونږ د خانه فرهنګ ایران نه د حمایت او مرسته غوښتنه کوو.

هغه د پېښور پوهنتون له اړخه خرپېدونکې مجله(اسلامیک پیشاور) ته اشاره وکړه او وی ویل: په دې مجله کښې د اسلامی معارف برخه دا پوهنتون تیاره وی او که ایرانی محققان خپلې مقالې را ولېږی نو مونږ یی دې مجله کښې چاپ کړو.

په اخیره کښې د خانه فرهنګ ایران پېښور مسئول څرګنده کړه: د قرآن کریم په اړه پېښور کښې کنفرانس پیل کولو لپاره ضروری دې چې له یو بل سره کښېنو او په دې خبرې اترې وشی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2885844

captcha