IQNA

د انګلیس ولس د اسلام ضد ډلې پګیدا په خلاف احتجاج

23:09 - March 03, 2015
د خبر لمبر: 2921409
نړیواله ډله: د اسلام ضد ډلې پګیدا د اسلام په خلاف 400 کسانو احتجاج وکړو او په ځواب کښې د انګلیس په شرقی شمال نیوکاسل ښار کښې پرون په دغه ډلې اعتراض په غرض لاریون کښې 2 زره کسانو د دې اسلام دښمن ډلې سره مخالفت کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «World Bulletin» ویب پاڼه نه په نقل، انګلیسې څانګه د اسلام ضد ډله د اروپا هیواد خوښی او د اسلام مخالف ډله پګیدا په انګلیس کښې د اسلام په خلاف یواځې په ۴۰۰ کسانو احتجاج وکړی شو.

په مقابله کښې د دې اسلام مخالف ډلې په ضد کښې تقریباْ ۲ زره کسانو د نیوکاسل په سړک لاریون وکړو او د دې ډلې اقدامات یی محکوم کړل.

احتجاج کوونکو په لاسونو کښې بېرغ اوچت کړی وو، چې په هغې لیکلې شوی وو: «پګیدا دی لاس واخلی هم د اسلام وېرې نه او هم د هیواد سره مینه» او «نوکاسل د توکمپالنه خلاف یو دی او د اسلام دښمنی سره مخالف».

د نیوکاسل فوټبال ټیم لوبغاړو هم په دې لاریون کښې ګډون کړی وو.

د اسلام ضد پګیدا ډله د جرمنی ښار درسدن کښې جوړ شوی وو او د څو میاشتو رسی د اسلام په خلاف احتجاج کوی.

دا ډله کوښښ کوی چې د اسلام خلاف احتجاج ته نوره هم هوا ورکړی او دا احتجاج د جرمنی نه نور هیوادونو لکه نروژ، دانمارک، سوئد او انګلیس ته خپرول غواړی خو ولی د مخالفانو سره مخامخ شوی.

http://iqna.ir/fa/News/2913045

captcha