قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الفجر ویب پاڼه نه په نقل، د اسلامی مرکز الازهر مرستیال عباس شومان چې ځینو د احمد الطیب شیخ الازهر په نوم باندې یاد کړی، د عظمت اسلام په نومی کانفرانس کښې څرګنده کړه: د ترهګرو هدف یو خاص هیواد نه دې بلکه هغوی ټول اسلامی هیوادونه او مصر په ځانګړی او د عربو د زړه په توګه هدف ګرځولې دی.
هغه زیاته کړه: هم په دې اړه د الازهر اسلامی مرکز د ترهګری مخنیوی لپاره د خلافت او دولت مفهومونو په اسلام کښې په صحیح ډول مطرح کړل.
شومان څرګنده کړه: شیخ الازهر ټول، مبلغانو او وعظ کوونکو نه غوښتنه کړی چې دې حساس وخت کښې د خلکو نه د هیواد او د ترهګرو په اړه پوښتنې او خبرې اترې کوی.
هغه تاکید وکړو: د ترهګرو ډلې د اسلام او دین سره هیڅ اړیکه نه لری بلکې اسلام او دینونه د دې پاک دی.
د الازهر مرستیال په اخیره کښې وویل: ځینې عربی او اسلامی هیوادونه په څرګنده او په پټه د ترهګرو ډلو سره مرسته کوی هغه بی له دې چې د دغه هیوادونو نومونه واخلې اوس یی ورته د ۳ دروازو نه زیات کسان را سره مخامخ شی.
http://www.iqna.ir/fa/News/2916543