قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الفجر ویب پاڼه نه په نقل، د اسلامی څېړنو ټولنې الازهر سر منشی د (مصر لپاره) کنفرانس چې د قاهره الزمالک سیمه کښې پیل شو تاکید وکړو: آسمانی دینونه په مختلف ډول د توندلاریتوب او تاوتریخوالی رد کوی.
هغه په دې کنفرانس کښې چې د مصر دینی کمېټۍ له اړخه د مسیحیانو شخصیتونو په شتون کښې پیل شو، د سوله یز او ګډ ژوند کولو او د تاوتریخوالی او توندلاریتوب نه ډډه کولو غوښتنه وکړه او ور باندې تاکید وکړو.
د الازهر اسلامی څېړنو ټولنې سر منشی د اسلام او د مسیحیت ترمنځه مشترکو خبرو باندې زور ورکړو او سره ګډ اوسېدلو باندې تاکید وکړو او زیاته یی کړه: زمونږ ترمنځه مشترکات او د یووالی خبری د اختلاف نه ډېری دی.
محی الدین عفیفی په اخیره کښې وویل: د اسلام او د مسیحیت ترمنځه ډېر ګڼ ګډ ټکې او مشترکات سره لری چې هغه تاکید کوی چی سره متحد یو او د خپلې ځمکې د دښمن او د توندلاریتوب او ترهګری فکر لار نیوی حمایت وکړو.
http://iqna.ir/fa/News/2920138