قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د پاکستان جنګ ورځپاڼه نه په نقل، د جمعیت علماء پاکستان بلوچستان ایالت لارښود مولوی محمد خان شیرانی د اسلام او د مسلمانانو خلاف د امریکا توطئه محکوم کولو سره وویل: امریکا په موجوده وخت کښې د داعش مالی مرسته کوی او اسرائیل د داعش د ښودنې او روزنې مسؤولیت لری.
هغه چې د پاکستان د بلوچستان ایالت ټولو ګوندو په کنفرانس کښې تقریر کې وویل: امریکا د څه وخت نه د طالبانو او القاعده په نوم باندې نړۍ کښې ترهګری خپره کړی او اوس د داعش په نوم تقریباْ تېرو ۳۰ کالو نه د ترهګری خپرولو باندې زور ورکړی.
هغه د پاکستان د امنیت په اړه د پاکستان د دولت په سیاست باندې نیوکه وکړه او وی ویل: د شمېر یو څو ترهګرو جنایاتو مخنیوی کول دومره سخت کار نه دې خو ولی د پاکستان دولت قصدا بېکاره ناست دی او د بی ګناه خلکو د مړینې تماشا کوی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2939372