قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی نړیواله خبرونو اینا نه په نقل، د اسلامی مرسته سازمان سر منشی ایاد امین مدنی، د اوګاندا ولسمشر «یوری کاگوتا موسونی»، سره کتنه کښې د فلسطین خطرناکه حالاتو ته کتنې په اړه په راروانه هفته کښې د غونډې پیل کېدو خبر ورکړو.
ایاد امین په دې کتنه کښې د دغه غونډې تاریخ او ځئ مشخص نکړو، خو ولی په نږدې ورځو کښې د غونډې پیل کېدو خبر ورکړو.
د اسلامی مرسته سر منشی همدارنګه د اوګانډا ولسمشر ته د دې کال اکتوبر کښې د علمی او ټیکنالوجی دائمی کمېټه «کومستیک»، د ټکنالوژی او علمونو په اړه پاکستان کښې پیل کېدونکې غونډی کښې شرکت کولو دعوت هم ورکړو.
همدارنګه د ایاد امین د اوګانډا ولس مشر د اسلامی مرسته سازمان له مختلفو پروګرامونو او کارونو نه خبر کړو.
د اسلامی مرسته سازمان سر منشی له دې لید سره سره د اوګانډا پای تخت «کامپالا» ښار کښې د اسلامی پوهنتون د طب پوهنځی نه کتنه وکړه. دا پوهنتون له اسلامی مرسته سازمان سره اړوند لری.
http://iqna.ir/fa/News/2979816