IQNA

راول پنډی کښې د خانه فرهنګ ایران له اړخه د تلاوت دیارلسمه کرسۍ پیل کېږی

16:00 - March 18, 2015
د خبر لمبر: 3008621
بهرنی څانګه: پاکستان راول پنډی ښار کښې خانه فرهنګ ایران د الهی آیتونو سره مینه لرونکو شرکت کولو سره د قرآن کریم د تلاوت دیارلسمه کرسۍ پیل کولو سره د بهار استقبال به کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان له ویب پاڼې نه په نقل، دا معنوی محفل چې د قرآنی مدرسه او جومات «عایشه» په مرسته پیل کېږی، د پاکستان وتلې قاری اکرام الله احسن د قرآن تلاوت عطرو سره ټوله فضا د قرآن عطرو نه معطر او نورانی کړه.

دا پروګرام د مازدیګر لمونځ نه پس شروع شو، چې اول د کلام الله نه یو څو آیتونو تلاوت د قرآن قاری او د عایشه جومات او قرآنی مدرسه مشر حافظ محمد عمر شفیق وکړو او بیا د راول پنډی نعت لوستونکو نعت سره ادامه ورکړه.

په ادامه کښې د راول پنډی خانه فرهنګ ایران مسئول محمد اکبری خپل تقریر کښې د تېرو پېښو نه عبرت اخیستل د قرآن تاکیداتو نه وټاکل او دې خبری ته یی اشاره وکړه چې قرآن په دې اړه څو ځله ذکر کړی چې خلک دې د تېرو عذابونو نه بچېدو لپاره د خپل ژوند او د الله له اړخه را لېږلې شوی د ژوند ډول باندې توجه وکړی.

هغه د حضرت ابراهیم علیه السلام کېسه د مثال په توګه وړاندې کړه او دا چې قرآن له دې کېسې نه یو مطلب نه وو بلکې څو مطلبو نه ترې اخیستلې شی، نو ځکه مسلمانان د قرآن کریم له کېسو او پېښو څخه د عبرت په توګه چې په هغې کښې ذکر شوی په کار نه ده یواځې تاریخی پېښو او یو اړخ ته پاملرنه وکړی، بلکې باید د قرآن مثالونو او کېسو باندې ژور او مختلفو طرفونو نه تفکر وکړی او له هغې نه درس واخلې.

پنډی کښې د ایران کلتوری سازمان همدارنګه یو د قرآن درس په د خبرونو په حقیقت نه اطلاع او هغې ته توجه ده، لکه څه رنګه چې اورو چې دلته د پاکستان رسنۍ شایعه خپره کړی چې په ایران کښې سنیانو ته د جومات جوړولو اجازت نه ورکړی کېږی، هغه په دې اړه وویل: ړومبۍ دا چې د ایران په مختلفو ښارونو کښې د خلکو اکثریت د سنیانو دی چې هلته بې شمېره جوماتونه شتون لری چې په کښې اهل تسنن لمونځونه کوی. او نورو کومو ځایونو کښې چې هلته د اهل تسنن اکثریت نه دی هلته کې هم سنیان خپل نورو ورو سره جوماتونو ته ځې او هلته خپل لمونځ کوی.

هغه تاکید سره وویل چې اهل سنتو ته د جومات جوړولو اجازت نه ورکول دروغ هغه خلک خپره وې کوم چې په مسلمانانو کښې ډله ډلبندی اچولو لپاره کار کوی. هغه وویل د دې کسانو مثال څه دارنګه دې چې ووایئ مونږ دې مسلمانانو لپاره په مکه مکرمه خانه کعبه کښې یو ځان له ځې جوړه وو، دا کسان دا ښودل غواړی چې د دې لپاره جومات هیڅ تقدس نه لری او کوم ځې کښې چې دې خپلو بدو اهدافو ته نه رسې هلته جوماتونه ویجاړه وی.

محمد اکبر خپلو خبرو ته دارنګه پایه ورکړه چې دا کسان هغه تفکر لری چې حتی خانه کعبه هم د شرک سمبول بولې او که لاس یی بر شی نو هغه به هم ویجاړه کړی.

په ادامه کښې رفیق مغل نامتو شاعر او د «جنت د مور په قدمونو کښې» کتاب لیکوال د اهلبیت علیهم السلام په مدح کښې شعرونه وویل چې محفل یی ورسره روښانه کړو.

په اخیره کښې د مقاله لیکوالو ترمنځه مقابله کښې څلور کسانو ته جایزې ورکړی د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اروپا او شمالی امریکا ځوانانو ته لیک په اړه یو ویډیو ټوټه هم وړاندې شوه له دې سره سره د قرآنی او معنوی محفل دا پروګرامونه هم وړاندی شو.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2990538

captcha