قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د افغان غږ(آوا) نه په نقل، پاکستان لاهور کښې د مسیحیانو په کلیسا باندې حمله چې ۱۴ کسان په کښې مړه او ۷۰ کسان ژوبل شوی وو محکوم کړه او دا پېښه یی دېره دردناکه وټاکله.
هغه وویل: دا کلیسا او مسیحیان دې چې د سختی سره مخامخ دې زمونږ د مسیحیانو روڼو وینې دې چې تویېږی له دې سببه چې مسیحی دی.
د کاتولیک لارښود نړیواله ټولنیزه دا سختی او درد پټولو باندې متهم کړه.
هغه وویل: زه له خدایه غواړم چې د مسیحیانو سختی او ازار چې نړۍ یی پټولو اراده لری ته خاتمه ورکړی او سوله بر قراره کړی.
فرانسیس پاپ همدارنګه په عراق، سوریه او په نورو سیمو کښې د ځواکونو له لاسه ازار او سختی هم محکوم کړی.
یادښتونه: څو ورځې مخکښې د پاکستان په لاهور ښار کښې د مسیحیانو په کلیسا باندې حمله کښې ۱۴ کسان مړه او ۸۰ کسان ژوبل شوی وو.
طالبانو د دې حملې چې د اتبار په ورځ د دعا د مراسمو پیل کېدو په وخت شوی وه پر غاړه اخیستلی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/2991695