قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Aquila Style)) ویب پاڼی نه په نقل، ورا چې ۳۵کلنه ده، په یوکراین کښې ټول قرآن حفظ کوونکې ړومبنۍ کس دی.
هغې په دې اړه وویل: سره د دې چې د یوکراین او عربی ژبې خپلو کښې سره ډېر فرق لری او همدارنګه وخت هم کم وو نو یقین می نه لرلو چې زه به د قرآن ټول آیتونه حفظ کړم.
دې مسلمانې ښځې وویل: غواړم چې د یوکراین تازه مسلمان شوو ته د قرآن ښودنه وکړم او ورسره په خپل هیواد کښې د اسلام صحیح عکس غیر مسلمانانو ته وړاندې کړم.
د یوکراین ولس کښې ۵۰۰۰۰۰ کسان مسلمانان دې چې زیات د جریمه جزیره کښې ژوند کوی.
http://iqna.ir/fa/News/3045217