IQNA

هندوستان راجستان کښې د قرآن اوه سوه کاله زړه نسخه پټه شوه

23:48 - March 30, 2015
د خبر لمبر: 3063622
نړیواله ډله: د قرآن ارزښتمنه نسخه چې ۷۰۰ کاله زړه وه د هند د راجستان ایالت نه پټه شوی ده.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  (NDTV)چینل نه په نقل، ۵۵کلنه جایدو پراساد چې هندو مذهب دی دا قرآن په کال ۲۰۱۱ کښې له یو ملګری نه کښې هدیه اخیستلې وو.

هغه وویل، دا نسخه یو کس چې ورسره می تجارتی همکاری وه پټه کړی ده.

پراساد په دې اړه وویل: چې کله زه په ټیلیفون باندې خبرو کښې مشغول وم دغې کس زه په اسلحې تهدید کړم او د قرآن اخیستلو نه پس په موټرسایکل باندې وتښتېدو.

هغه تاکید وکړو چې دا یو خاص قرآن وو چې د سرو زرو په  ابو باندې لیکلې شوی وو او یاقوت باندې سینګار شوی وو.

دې هندو سړی وویل: زما اراده وه چې دا قرآن خپلې لور ته هدیه کړم.

د سیمې پولیس اعلان کړی چې دا نسخه د ګران قېمتی او د قېمتی کاڼو سینګار په سبب پټ شوی، او دا هم د دې ګران والی له سببه پټ شوی دې.

http://iqna.ir/fa/News/3046231

captcha