IQNA

موریتانی کښې د قرآن کریم د تجوید مقابلو پیلول

0:02 - April 04, 2015
د خبر لمبر: 3082924
نړیواله ډله: د قرآن کریم د تجوید مقابلو اخیرنی مرحله به د موریتانی پایتخت نواکشوت ښار کښې پیلېږئ.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البوابة نیوز نه په نقل، د موریتانی ۴۵۲ قاریان چې ۱۴ په کې ښځې دې په دې قرآنی عظیمه مقابله کښې ګډون کوی.

د دې مقابلو ګټونکی به د موریتانی استازی په توګه په مختلفو هیوادنو کې د قرآن کریم په نړیوالو مقابلو کښې ګډون کوی.

د موریتانی د اسلامی چارو او اوقاف وزارت مشر محمد الامین ولد شیخنا، په دې اړه وویل: دا مقابلې به په کلیزه توګه پیل کېږی او دې کال لپاره د دې چې د اسلامی ښوونو محصلان او قاریان په ښه شمېر سره په دې مقابله کښې ګډون وکړې په دې مقابله کښې د شرکت کوونکې عمر تر ۴۰ کلیزه پوری ته اجازت ورکړی شوی.

یادښتونه: موریتانی په نږدې تېرو ورځو کښې د قرآن کریم یو ټی وی او یو راډیو چینل چې د قرآن کریم ځانګړی چینل دې پیل کړی.

http://iqna.ir/fa/News/3066711

captcha