قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الجزیره نت ویب پاڼه نه په نقل، په دې قرآنی نړیواله مقابلې په دوره کښې چې ماشومانو او ۱۳ کلیزه ځوانانو لپاره پیل شوه، ۱۳۷۱ کسانو د نړۍ له ۵۱ هیوادونو نه ګډون کړی وو، د دې مقابلو په څلورمه دوره کښې د امریکا ادریس نواز ړومبنی مقام ترلاسه کړو او د تاج النور لقب یی واخیستو چې په انعام کښې ۱۰۰زره د قطر ریال (۲۷زره امریکایی ډالر) ترلاسه کړل.
دویم کس د دې مقابلو د یمن یو وړوکی ماشوم ریمان صادق وو چې ۷۵هزار قطری ریال(۲۷زره امریکایی ډالر) یی په انعام کښې وګټلې چی ورته ورکړلی شوی. او د دې مقابلې درېم کس د مراکش یو ماشوم وو چې ۵۰هزار قطری ریال(۱۴زره امریکایی ډالر) یی په انعام کښې وګټل.
سعد بن صالح الهدیفی، د اجزیره د ماشومانو چینل مشر څرګنده کړه: دا نړیواله قرآنی مقابلې «تیجان النور» د اسلامی نړۍ او د عربی هیوادونو مهمې مقابلې دی، ځکه چې دا مقابلې ماشومان او ځوانانو ته د قرآن کریم د قرائت، تجوید او احکام زدکړه کوی.
شیخ احمد المعصراوی د مصر شیخ القراء او د تیجان النور د ریفریانو د کمیته مشر په دې اړه وویل: په ماشومان کښې د «الحافظ الصغیر» لقب ترلاسه کولو لپاره دا مقابله پیل شوی وه، چې په کښې د فنلاند رملا جبریل ړومبۍ مقام تر لاسه کړو او د مصر عبدالرزاق الشهاوی او د تونس نصیب اسماعیل حویشات دویمه او درېم مقام تر لاسه کړو.
http://iqna.ir/fa/News/3084043