IQNA

د آل سعود جنایات ته دوام ورکول باندې اعتراض کښې د یمن خلکو ستر لاریون پیل کړو

0:58 - April 21, 2015
د خبر لمبر: 3182179
نړیواله ډله: د یمن خلکو د دغه هیواد په ښارونو او کلو کښې د عربستان له اړخه په دغه هیواد باندې تجاوز کولو باندې اعتراض کولو او د امنیتی شورا پرېکړې لیک په خلاف لاریون پیل کړو.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د العالم ټی وی چینل نه په نقل، د عمران او المحویت ولایت خلکو پرون په لویه بڼه تظاهرات پیل کړل او د دواړو ولایتو مسئولانو په د تظاهراتو په ړومبی صف کښې شتون ولرل او د یمن ولس یی ولمانځلو او د یمن پوځ او د امنیتی ځواکونه او انقلابی کمېټې ته یی د عربستان تجاوز کوونکو سره مقابلې ته ادامه ورکولو باندې تاکید وکړو.

د صنعا جنوب حمل سیمه کښې یمنی ښځو اعتراضې غونډه پیل کولو سره د سعودی له اړخه په خپل وطن باندې تجاوز کول او د سعودی له اړخه په کورونو او ښاریو باندې حملې کول محکوم کړی.

هغوی همدارنګه د امریکا له دې تجاوز کوونکې او حملو نه مرسته او په اخیره کښې د امنیت شورا له اړخه لیک باندې د دغه هیواد خلاف شعار ورکړو.

د یمن شمال شرقی عمران  ولایت کښې هم د عربستان د جنایاتو خلاف لوی تظاهرات پیل شو.

په دې تظاهراتو کښې شرکت کوونکو تاکید وکړو چې دا تجاوز کوونکې حملې به د یمن د خلکو حق او د هغوی سرنوشت بدل نکړی شی.

http://iqna.ir/fa/News/3172326

captcha