قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تایلند پاتانی ایالت اسلامی مرکزی کمیتی مشر وادورامی مامینګی په دې اړه وویل: دا نشی کولې چې مسلمانان محصلان مجبوره کړی چې خپل حجاب لرې کړی ځکه چې د اسلام اساسی اصولو په رڼا کښې مسلمانې نجلکۍ باید حجابی جامه واغوندی.
څه موده مخکې د تایلینډ جنوب فانګ نګا چې د دې هیواد ډېر ولس مسلمان په کښې آباد دې ښوونځې کښې یی حجاب منع کړی.
مامینګی چې دا اقدام د مسلمانانو حقوقو باندې بندیز ګڼلې، دا مسئله یی د فانګ نګا ایالت مقاماتو سره مطرح کړی او امید یی ښکاره کړی چې د نورو ښوونځو مشران دې خبر شی چې دارنګه اقدام د قبلولو وړ نه لرې او د اسلامی او هیواد قانون سره سمون نه لرې.
د تایلینډ ابتدایی ښودو کمیسون سر منشی کامل رادکلی هم وویل: زه فکر کوم چې د دې ښوونځې مدیر نوې وو او له دې خبرو نه خبر نه وو.
هغه زیاته کړه: د دغه ښوونځې مشر د سیمې د مسلمانانو اعتراضاتو سره مخامخ کېدو نه پس بدل شو او په حجاب باندې بندیز ختم شو.
رادکلی تاکید وکړو: د قانون په اساس، مسلمانان محصلانې کولې شی چې دولتی ښوونځو ته حجاب په سر کړی خو حجاب به یی سپین او ساده وې او د هغې اوږد والې به ۱۲۰ سېټنی مېتر نه زیات نه وې.
تایلینډ یو بودایی هیواد دې چې په سلو کښې ۵ مسلمانان دې، د دې هیواد مسلمانان له ډېری مودې نه د ښودو او کار بندیز ستونزو سره مخامخ دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3209086