قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه اسلام زیارت دارالقرآن نه په نقل، دا کتاب د قرآن کریم حافظ «محمد باقر المنصوری» کربلا کښې لیکلې دی.
په دې کتاب کښې د قرآن کریم د ۳۰ سپارې کلمو معنی، د دې سپارې حفظ کولو ساده او آسانه طریقه، د دې سپارې د تلاوت کولو احکامو توضیح ورکولو کښنیز، او د قرآن د عم سپارې د متشابه آیتونو حفظ کولو طریقې ښودلې دی.
د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن مشر حسن المنصوری د دې کتاب په اړه وویل: (قرآن لارښود) کتاب د قرآن کریم ۳۰ سپارې سره د علمونو مجموعه ده چې د قرآن کریم نورو سپارو ښوونو لپاره یوه مهم او اساسی قدم دې.
هغه زیاته کړه: په دې کتاب کښې د تلاوت د احکامو او د قرآن د عم ۳۰ جز کلمو منعې ذکر شوې او په کې د سورتونو فضیلت، متشابهات او د سورتونو مضامین او مطلبونه او د قرآن کریم د حفظ کولو آسانې طریقې ښودلې شوی.
محمد باقر المنصوری د کتاب په سرلیک کښې د قرآن کریم د تلاوت او حفظ کولو په فضیلت کښې حدیثونه او روایتونه نقل کړی او په دې کتاب اخیرنی برخه کې د حفظ کولو ساده او آسانه طریقه، د تلاوت کولو احکامو توضیح ورکولو کښنیز او حفظ کولو طریقې ښودلې دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3216707