IQNA

د بان کی مون له اهانتی کاریکاتورو نندارتون پیل کولو نه حمایت

14:27 - May 08, 2015
د خبر لمبر: 3273275
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو سازمان سر منشی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم اهانتی کاریکاتورو نندارتون پیل کول د بیان او عقیدې ازادې وګڼله او په هغې باندې حمله یی محکوم کړه.


نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو سازمان سر منشی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم اهانتی کاریکاتورو نندارتون پیل کول د بیان او عقیدې ازادې وګڼله او په هغې باندې حمله یی محکوم کړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المصری الیوم» خبرولو بنسټ نه په نقل، که څه هم وسلواله حمله د ترهګرې ډله له اړخه یو محکوم شوې او نا عادلانه اقدام دې خو ولی دا چې د ملګرو ملتونو سازمان سر منشی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم اهانتی کاریکاتورو نندارتون پیل کول د بیان او عقیدې ازادې ګڼلې، د اندېښنې خبره ده.

بان کی مون پرون په خپلې یوه بیانیه کښې اعلان کړی وو: دا جنایت اقدامات له دین او اعتقاداتو سره هیڅ اړیکه نه لری او باید یواځې د خبرو اترو او دیموکراتی مذاکراتو سره له عقیدې او افکارو نه دفاع وشی او دارنګه تاوتریخوالی لپاره هیڅ قسمه توجیه نشته.

په دې بیانیه کې راغلې: د بیان ازادی او پراخه سینه د سوله ییز ټولنې ضروری عنصر دی او باید ټینګوالی سره ترې حفاظت وکړو.

هغه همدارنګه د کلتورو ترمنځه د ترهګرو مخنیوې او مهار کولو لپاره خبری اترې پیل کولو په اهمیت باندې تاکید وکړو.

بان کی مون په داسې وخت کښې وسله وال اقدامات محکوم کړل چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم اهانت کوونکې کاریکاتورو مقابله د تګزاس ایالت دالاس ښار کښې پیل کېږی چې د ټولو مسلمانانو اهانت ګڼلې کېږی د هغې په اړه یی هیڅ قسمه عکس العمل څرګنده نه کړو او هغه یی د بیان ازادی سره توجیه کړو.

همدارنګه ترهګرې ډلې داعش تګزاس ښار کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم اهانتی کاریکاتورو نندارتون کښې د ډزو کولو مسوولیت په غاړه اخیستلې.

دا وینا ارزښت لری چې د« د امریکایانو له ازادی دفاع » موسسه یوه مقابله پیل کړی وه او په هغې کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په اهانت کښې له ټولو ښه کاریکاتور ته ۱۰ زره ډالر جایزه ورکړې کېده.

د یو څو افراطی کسانو له اړخه د دې میلادی کال په شروع کښې د فرانس شارلی ابدو نشریه په دفتر باندې حمله شوې وه چې د هغې نه پس دې مجله په لوستونکو کې اضافه وشوه او اوس هم دا احتمال ورکړې کېږی چې د دالاس ښار پېښه هم دا هدف ترلاسه کولو لپاره او د نړی توجه دې مقابلو ته را ګرځولو او دې نه سیاسی او مالی استفاده کولو لپاره یی کړی وې.

http://iqna.ir/fa/News/3256123

captcha