IQNA

مالیزیا د (ټولنه کې د قرآن ارزښتونو اجرا) کانفرانس کوربه

5:42 - May 16, 2015
د خبر لمبر: 3304023
نړیواله ډله: نړیواله کانفرانس (ټولنه کې د قرآن ارزښتونو اجرا) د دې کال ۶ او ۷ مهر میاشتې باندې د مالیزیا اسلامی علمونو پوهنتون قرآنی مطالعاتو پوهنځې کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)  د «SWAT» خبرې بنسټ نه په نقل، دا کانفرانس به د د لارښوونکې په توګه قرآن ګرانښت هدف سره ټولنه کښې بدلون او د قرآن سره تړې مسئلو څارنه باندې د ټولنې پوهنه کښې پرمختګ هدف سره پیل کېږی.

د نوې عصر علمونو څېړنو سره د قرآن ادغام، د قرآن علمونو پرمختګ کښې له ټکنالوجی نه استفاده، قرآن سره اړونده اوسنۍ مسئلې، عصری نړۍ کښې مسلمانه عالمان، مالیزیا کښې د قرآن موسسې، اسلامی هنر او کلتور، اسلامی خطی نسخې، قرآن عملی کولو سره د انسانی ټولنې بدلون، د اسلام له نظره د روغتیا خدمات، د قرآن له نظره نظامی، سیاسی، اقتصادی او ټولنیز ډګرونه د دې کانفرانس له موضوعاتو نه دی.

په دې کانفرانس کښې به استادان، د غیر دولتی سازمانونو مقامات او د مختلفو هیوادونو نه محصلان ګډون کوی.

په دې کانفرانس کښې شرکت ته لېواله کولی شی د تیر میاشتې ۹ تاریخه پوری د خپلو مقالو لنډیز د دې کانفرانس سکرتریت  ته را ولېږی.

دا کانفرانس به په انګلیسې، عربی، مالایی ژبو کښې پیل کېږی او ټولې مقالې به د کتاب په قالب کښې د ټولنه کې د قرآن ارزښتونو اجرا عنوان سره خپرېږی.

 

captcha