IQNA

د هند کانګریس ګوند د مسلمانانو د رایو اخیستلو لپاره لټون

12:13 - May 27, 2015
د خبر لمبر: 3308412
بهرنی څانګه: د هند مهاراشترا ایالت کښې د کانګریس ګوند مشران په مختلفو طریقو سره کوښښ کوی چې انتخاباتو کښې د مسلمانانو رایې ترلاسه کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، بمبئی کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د هند مهار اشترا ایالت کانګریس مشران کوښښ کوې چې یو ځل بیا په مسلمانانو کښې خپل وړاندنی مقام ترلاسه کړی او د هغې رایې ځان ته کړی.

هم په دې اړه د مهار اشترا ایالت کانګریس څانګې مشر او د دې ګوند په بمبئی ښار کښې لارښود آشوک چووان، ګرانت رود سیمې(د بمبئی ښار جنوبی سیمه) مدرسه جامع قادریه اشرفیه کښې د مسلمان مفکرانو او پوهاندو سره کتنه کښې هغې سره بحث او خبری اترې وکړې.

آشوک چووان په خپلې وینا کښې د خپل تېرو کارونو او غلطو چې د مسلمانانو د دې ګوند نه د خفګان باعث شوی وو د پښیمانی اظهار وکړو.

ویاند په دې کتنه کښې د کانګریس ګوند ماتې او د مسلمانانو خفګان د دې ګوند تېر غلط پروګرامونه او سیاستونه وګڼل.

مسلمانان د کانګریس ګوند سنتی منونکې او د دې ګوند سنتی سیاست دی، ځکه چې اندېښنه لرې چې د هندوانو ګوندونه قدرت ترلاسه کولو سره به د هغې مقام به کمزوری کړی.

د مسلمانانو خفګان په نږدې کلونو کښې د کانګریس عملیات وو چې باعث شول په اخیرنی انتخاباتو کښې د مسلمانانو رایې «بی جی پی» واخلی او پرې ګټه ترلاسه کړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3307123

captcha