IQNA

امام مهدی ژوندلیک

23:01 - June 03, 2015
د خبر لمبر: 3310845
امامانو فرمایلی دی چې د امام قائم علیه السلام نامه باید وانۀ خلو، یوازې دومره روایت شوی چې هغه د پیغمبر همنامه دی. نو جائزه نۀ ده چې نوم یې په څرګنده توګه په خلۀ واخستل شی تر دې چې ظهور وکړی او راڅرګند شی.


لنډه پیژنګلو:



نوم:    نورو امامانو فرمایلی دی چې د امام قائم علیه السلام نامه باید وانۀ  خلو، یوازې دومره روایت شوی چې هغه د پیغمبر همنامه دی. کنیت یې هم د پیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه و اله و سلم دی. او جائزه نۀ ده چې نوم یې په څرګنده توګه په خلۀ واخستل شی تر دې چې ظهور وکړی او راڅرګند شی.

لقب:    مهدی، قائم، حجت او بقیه الله دی.

پلار:    یولسم امام حسن عسکری علیه السلام

مور:   بی بی نرجس چې د روم د باچا قیصر لمسۍ ده.

د زوکړې نیټه: د 255 هجری قمری کال د شعبان د میاشتې پنځلسمه،د جمعې ورځ.

د زوکړې ځایې:    د عراق ښار سامرا

عمر:    تر اوسه چې 1425 هجری قمری دی، قبو یوزر یو سل او پنځۀ شپیته کاله د هغۀ مبارک له عمره تیریږی او تر څو چې خدایې وغواړی جاری به وی،یوه ورځ به د خدایې په حکم راڅرګندیږی او نړۍ به له عدل و انصافه ډکوی.



د امام زیږیدا



داسلام دولسم اسمانی لارښود حضرت حجة ابن الحسن المهدی علیه السلام د 255هجری سپوږمیز کال د شعبان په پنځلسمې نیټې دجمعې په ورځ سهار مهال په سامرا کښې د امام حسن عسکری علیه السلام په کور کښې دنیا ته راغی.  قدرمن پلار امام حسن عسکری علیه السلام او مور بی بی یې نرجس وه. چې سوسن او صیقل هم ورته وایی. دا بی بی د روم د باچا قیصر لمسۍ او د حضرت عیسی علیه السلام د حواری (ملګری) شمعون له نسله ده، بی بی نرجس دومره فضیلت لری چې د امام هادی علیه السلام خور بی بی حکیمې چې خپله د امامت د کورنۍ یوه لویه میرمن ده، هغې ته د خپل ځان او خپلې کورنۍ سرداره وایی  او ځان د هغې خدمتګاره بولی.  بی بی حکیمې به هر وخت دعا کوله چې خدایه امام حسن عسکری علیه السلام ته ځوې ورکړې. یوه ورځ چې د امام حسن عسکری علیه السلام کتنې ته تللې وه بیا یې دا دعا وکړه، امام ورته وفرمایل: د کوم بچی دعا چې تۀ غواړې هغه به سبا ته دنیا ته راشی، راځئ چې نوره قیصه یې له خپلې خلې واورو:

تر مښامه پورې د امام په کور کښې ؤم، وینځې ته مې اواز وکړ چې زما جامې راوړه زۀ ځم، امام راته وفرمایل: ترورې نن دلته پاتې شه، ځکه چې نن د داسې بچی د زیږیدو شپه ده چې خدایې پاک به د هغۀ په لاس دنیا له انصافه ډکه کړی، ورته مې وویل ای زما سرخیله! دا ماشوم به له چا زیږیږی، زۀ خو په بی بی نرجس کښې د حمل او موروالی څۀ نښې نښانې نۀ ګورم، وې فرمایل: له بی بی نرجسه به پیدا کیږی. زۀ پاڅیدم او بی بی نرجس ته مې ښۀ په ځیر سره وکتل خو د مور جوړیدو هیڅ نښه مې پکښې ونۀ موندله، بیا امام مسکې شو او وې فرمایل: سهار به تاته پته  ولګی چې دا مور ده ځکه چې دا هم د حضرت موسی علیه السلام د مور په شان تر زیږیدو پورې پته نۀ وه ځکه چې فرعون به د هغو ښځو چې په خیټه کښې به یې بچې ؤ، خیټه څیرله. دا ماشوم به هم د حضرت موسی علیه السلام غوندې د ظالمانو د ظلم ټغر ټول کړی. حکیمه وایی ما تر سهاره پورې د بی بی نرجس خیال وساتۀ او هغه په ارام سره زما په خوا کښې اودۀ وه. د شپې په ورستیو شیبو کښې په ویرې سره راپاڅیده، ما په غیږ کښې ونیوله او د خدایې نوم مې پرې چف کړه ما پرې دا سورة ولوست او له بی بی نرجس مې د هغې د حال پوښتنه وکړه، هغې وویل: څۀ چې امام ویلی دی، څرګند شوی دی.



د امام د زیږیدو پټوالې



د بنی امیه او بنی عباسو تاریخ په تیره بیا تر شپږم امام جعفر صادق علیه السلام ورسته ګواه دی چې خلفا دامامانو په حقله ډیر حساس شوی وؤ، ځکه چې په ټولنه کښې د امامانو ډیر عزت کیدۀ او د وخت په تیریدو سره په خلقو کښې د امامانو نفوذ او له دوی سره د خلقو مینه زیاتیده او عباسی خلیفه ګانو ځان ته خطره محسوسوله.

دا خبره مشهوره وه چې دولسم امام به د امام حسن عسکری علیه السلام له نسله وی نو ځکه د عباسی حکومت خلیفه ګانو په سامرا کښې امام حسن عسکری علیه السلام ډیر سخت څارۀ او کوشش یې کوؤ چې د دغه ماشوم د راتللو مخه ونیسی خو د خدایې اراده بل څۀ وه او خدایې پاک د مهدی(عج) زوکړه د حضرت موسی علیه السلام په شان پټه وساتله. سره له دې د امام حسن عسکری علیه السلام خاصو یارانو امام مهدی (عج) د خپل پلار په ژوند کښې څو څو ځله لیدلی ؤ. او د امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت په وخت هم امام مهدی (عج) راڅرګند شو، د خپل پلار د جنازې مونځ یې وکړ او خلقو ولید، او له هغې ورسته بیا غائب شو.

د امام مهدی (عج) د زوکړې له وخته پورې د یولسم امام اکثرو خاصو ملګرو او خپلوانو امام مهدی (عج) ولیدلو یا خبر شول چې د امام په کور کښې دی. امام حسن عسکری علیه السلام به د امام مهدی (عج) زوکړه پټه ساتله خو سره له دې به یې په خاصو او مناسبو موقعو کښې خپل باوری یاران د امام له وجوده او شتونه خبرول چې نور خلق هم ترې خبر کړی او ناخبره او ورک لارې پاتې نشی. د نمونې لپاره څو واقعې وړاندې کوم:

1  احمد بن اسحاق چې یو لویې عالم او د امام مهدی (عج) له خاصو ملګرو څخه دی وایی: د امام حسن عسکری علیه السلام خدمت ته ورغلم او غوښتل مې چې د راتلونکی امام او ځای ناستی پوښتنه ترې وکړم. امام حسن عسکری علیه السلام بې له دې چې ما پوښتنه کړی وی، وفرمایل: چې ای احمده! خدای پاک له هغه وخته چې حضرت ادم علیه سلام یې پیدا کړ زمکه له حجته خالی نۀ ده پریښې او تر قیامته پورې به هم زمکه له حجته خالی نۀ وی ځکه چې د خدایې پاک د حجت په برکت له زمکې بلاګانې لرې کیږی، بارانونه کیږی او د زمکې برکتونه راڅرګندیږی. عرض مې وکړو: ای د خدایې حجته تر تا ورسته امام او ځای ناستی څوک دی؟

امام په بیړې سره کور ته ننوت او چې کله راووت نو په لاس کښې یې د دریو کالو یو ماشوم ؤ چې مخ یې د سپوږمۍ په شان ځلیدۀ. او وې فرمایل: ای اسحاقه! که په خدایې پاک او د هغۀ په امامانو ګران  نۀ وی نو دا ځوې مې درته نۀ ښودلو، دې د خدایې د رسول همنامه اوهم کنیه دی. دې به زمکه له عدله و انصافه ډکوی لکه څنګه چې له ظلم او زیاتی ډکه وی. ای اسحاقه! په دې امت کښې ددۀ مثال د حضرت خضر علیه سلام او ذولقرنین په شان دی، په خدایې قسم، دې به غائبیږی او ددۀ د غیبت په وخت به یوازې هغه کسان له هلاکته بچ وی چې ددۀ په امامت ولاړ وی او ددۀ د راتللو لپاره دعا کوی. عرض مې وکړو ای زما سرداره! ایا داسې څۀ نښه شته چې زما زړۀ پرې مطمئن او ډاډا شی؟ په دې وخت کښې هغه ماشوم په فصیحې عربۍ کښې وویل: زۀ په زمکه د خدایې پاک حجت یم، هماغه چې له ظالمانو او د خدایې له دښمنانو به انتقام اخلی.

د امام ترور بی بی حکیمه چې یوه پرهیزګاره ښځه وه، د امام حسن عسکری علیه السلام خدمتګار نسیم، ابو جعفر محمد بن عثمان عمری، حسین بن الحسن علوی، عمرو الاهوازی، ابو نصر خادم، کامل بن ابراهیم، علی بن عاصم، عبدالله بن العباس علوی، اسماعیل بن علی، یعقوب بن یوسف ضراب، اسماعیل بن موسی بن جعفر، علی بن مطهر، ابراهیم بن ادریس، طریف خادم، او ابو سهل نوبختی، دا هغه کسان دی چې د امام مهدی (عج) په زوکړې خبر وؤ او روایتونه ترې نقل شوی دی.

3: عیسی بن محمد جوهری وایی: زۀ او زما یو شمېر ملګری د امام مهدی (عج) د زوکړې د مبارکۍ لپاره امام حسن عسکری علیه السلام کره لاړو، زمونږ وروڼو مونږ ته ویلی وو چې امام مهدی (عج) د جمعې په شپه او د شعبان په میاشت کښې پیدا شوی دی. کله چې امام حسن عسکری علیه السلام ته ورسیدو، له سلامه مخکښې مو ورته مبارکی وویله، مخکښې تر دې چې مونږ ترې پوښتنه وکړو وې فرمایل: په تاسو کښې داسې څوک شته چې دا پوښتنه یې زړۀ  ته لویدلې چې زما بچې مهدی علیه السلام چرته دی ما هغه خدایې سره امانت کیښودی دی لکه څنګه چه حضرت موسی علیه السلام مور کله چې موسی په صندوق کښې بند کړ او دریاب ته یې واچوؤ په خدای یې وسپارۀ تر دې چې خدایې ورته ستون کړ.



د غیبت او پټیدو مسئله



د اسلام د ګران رسول محمد(ص) د پیغمبرۍ او تر هغه وخته پورې چې معصوم امامان په ټولنه کښې موجود وو، (د هجرت تر 260 هجری کاله پورې) د اسلام بنیادی اصول او سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او کلتوری احکام او داسې نور تعلیمات او لار ښوونې جوړې او برابرې شوې. په دې مودې کښې کۀ څه هم د طاغوتیانو او مخالفانو دباؤ زیات ؤ، خو معصومو امامانو له فرصتونو او موقعو استفاده وکړه او په بیلا بیلو اړخونو یې د اسلام احکام او مسائل بیان کړل. د اسلام بیلا بیل مسائل دومره په ښۀ طریقه بیان شوی چې د یو لوی نړیوال حکومت د جوړیدو وس او طاقت لری او په دې خبره کښې هیڅ شک هم نشته.

له بلې خوا د اسلام ګران رسول محمد(ص) او حضرت علی علیه السلام د حکومت ښه بیلګه وړاندې او عملی کړه چې ځلا او وړانګې یې انسانان وګوری او بې لارې نۀ شی نو د حضرت امام مهدی (عج) تر زمانې پورې د خدایې پاک لخوا د یو نړیوال حکومت زمینه برابره شوې او چمتو شوې وه. خو نړیوال خلق ددغه الهی حکومت تحقق او عملی کیدو ته تیار نۀ وؤ که خلق د دغه حکومت منلو ته چمتو وې نو امام به نۀ غائبیدۀ. او الهی قانون به یې عملی کړی او په ټوله نړۍ کښې به یې د اسلامی عدالت حکومت جوړ کړی ؤ نو ممکنه ده چې له همدې امله یې غیبت کړی وی او لنډ غیبت یې بیا په اوږد غیبت او د هغۀ په دوام بدل شوی وی. او هله به راڅرګندیږی چی د هغه وخت خلق د تیرو کسانو په شان د امام له حکومت نه مخ وانۀ ړوی او له هر نظره د امام د حکومت منلو ته چمتو وی.

ارواښاد خواجه نصیرالدین طوسی لیکی د امام مهدی (عج) غائب شونه نۀ د خدایې لخوا ده نۀ پخپله د هغوی لخوا، بلکې د خلقو په وجه او له امله ده یعنی خلق د هغوی پیروۍ او د خبرې منلو ته تیار نۀ دی نو کله چې د غائبیدو لا ملونه ختم شی، امام به راڅګند شی. البته غیبت د الهی حکمت په بنیاد شوی دی او مونږ یې له ټولو رازونو نۀ یو خبر خو ممکنه ده چې یو بنیادی راز یې دا هم وی. د یوولسو امامانو د امامت په موده کښې د ټولنو سرغړونه او تېری تجربه کړه او په دې موده کښې له هغوی څخه د خلقو نۀ ملاتړ او خبره یې نۀ منل ښه جوت شول او په دې کښې هیڅ شک پاتې نۀ شو چې خلق اسلامی عادل حکومت نۀ غواړی. په داسې بڼه کښې غیبت یوه فطری او طبیعی چاره ده. او د امام شتون یو داسې خبره ده چې کیدې شی مونږ ووایو چې امام په ټولنه کښې څۀ ته موجود شی او څۀ حاجت لری؟ نو امام به غائب وی او په پټه به په خپلو دندو عمل کوی تر دې چې د ظهور او څرګندیدو زمینه او شرائط یې برابر شی. خدایې پاک فرمایی: ”اِنَ اللهَ لا یُغَیرُ مَا بِقوم حتی یغیروا ما بانفسهم” (خدایې پاک تر هغې پورې د کوم قوم حالت نۀ بدلوی تر څو چې هغوی پخپله په خپل ځان کښې بد لون رانۀ ولی)

دا راز امام تر ظهوره پورې پټ دی او په هغه وخت کښې به د نړۍ خلق پوهه شی چې د امام د غائبیدو لامل دوی پخپله وو خو دوی ترې نۀ وو خبر او که ځان یې د امام راتګ ته چمتو کړی وی نو امام به راڅرګند شوی ؤ خو ځانونه یې اصلاح او چمتو نۀ کړل بلکې په بیلا بیلو فاسدو حکومتونو پورې یې زړونه وتړل او خیال یې کوؤ چې دا رژیمونه کومه چاره کولی شی یا دا نړیوالې موسسې او له شور ماشور او پړق پړوق نه ډک کانفرنسونه څۀ علاج کولی شی. البته دا چې وایو چې خلق پخپله د امام د غائب کیدو سبب شوی، معنی یې دا نۀ ده چې ټول خلق په دې ګناه اخته دی بلکې مطلب هغه ضروری اندازه ده چې د امام د ظهور لپاره ضروری ده. څرګنده ده چې ډیر داسې غوریز کسان شته چې د امام ظهور ته چمتو دی خو تر هغې اندازې نۀ دی رسیدلی چې د امام د راڅرګندیدو لپاره ضروری ده. او هغه ټولنه چې د امام راتللو ته چمتووالې نۀ لری که امام راشی نو یقینی خبره ده چې دوی به یې مقابلې ته پاڅی او جنګ به ورسره کوی نو ځکه لا تراوسه غیبت جاری دی او خدایې پاک د غیبت په وسیله امام مهدی (عج) له تاوانه او وژلې ساتلی دی. که امام له خپلې ټاکلې مودې مخکښې راښکاره شی. دا خلق به ئۍ پرې نۀ ږدی نو په خپل الهی دندې کښې به کامیاب نۀ شی او خپل ټولنیز مقصد ته به ونۀ رسیږی. امام مهدی (عج) چې راڅرګندشی نو یو حکومت به هم په رسمیت نۀ پیژنی او د هیڅ ظالم او زورور حکومت به نۀ منی. اونۀ به د چا بیعت کوی. ځکه چې په حقیقت به عمل کوی. د خدایې دین به بشپړ عملی کوی او له هیچا به باک او پروا نۀ لری نو له دې امله له چا سره د بیعت او یا د چا د خیال ساتلو سوال هم نۀ پاتې کیږی. چې کله راڅرګند شی د ټولو فاسدو حکومتونو ټغر به ټول کړی او اسلام به په ټوله نړۍ خپور کړی.

captcha