IQNA

په بیلا بیلو دینونو او مذهبونو کښې په حضرت مهدی(عج) باندې عقیده

3:30 - June 04, 2015
د خبر لمبر: 3310857
د اسلام عزتمن پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم او همداراز هر یو امام څو څو ځله په بیلا بیلو ځایونو کښې د امام مهدی (عج)، د هغوی د لنډ او اوږد غیبت او د مختلفو ځانګړنو او خصوصیاتو په حقله خبرې کړی


په الهی او نړیوال مصلح امام مهدی (عج)باندې عقیده په ډیرو مذهبونو او دینونو کښې موجوده ده او اهل سنت، اهل تشیع او حتی د نورو دینونو منونکی لکه یهود، نصاری، زرتشتیان اوهندوان هم د یو لویې الهی مصلح په څرګندیدو او راتللو عقیده او اعتراف لری او انتظا ر یې کوی.

په “وید” کتاب کښې چې د هندوانو په نزد اسمانی کتاب دی، راغلی دی د دنیا له خرابیدو ورسته به په اخره زمانه کښې یو باچا پیدا شی چې د مخلوقاتو لارښود به وی او نوم به یې منصور وی.  ټوله دنیا به ونیسی ټول خلق به په خپل دین راولی او مومنان او کافران به وپیژنی.

د زرتشت د شاګرد په “جاماسب” کتاب کښې راغلی دی. د هاشم له بچیو څخه به یو تن په دنیا کښې راڅرګند شی. چې د خپل نیکۀ په دین به وی، ایران ته به راشی او هر ځایې به اباد کړی، دنیا به له عدل او انصافه ډکه کړی او انصاف به دومره زیات شی چې ګډه به له لیوۀ سره په یوې چینې اوبۀ څښی.

د زرتشتیانو په مذهبی کتاب زند کښې راغلی دی:”هله به دنیکیو د خدایې ایزدان لخوا لویه کامیابی وشی، شیطانان به ختم کړی، د شیطانی خدایانو لپاره به په زمکه او اسمان کښې ځایې نۀ وی او د ایزدان تر کامیابۍ او د اهریمنیانو او شیطانانو د تخت له نسکوریدو ورسته به نړۍ نیکمرغه شی او بنیادمان به د نیکمرغۍ او نیکبختۍ په تخت کښینی”.

  او په تورات کښې د هغو دولسو امامانو چې د اسماعیل علیه السلام له نسله به وی په حقله خبرې شوی دی. “او د اسماعیل په حق کښې مې ستا خبره واوریده، اوس مې هغۀ ته برکت ورکړ، هغه مې ګټه ورکړ او ډیره ګټه به ولری، او دولس سرخیلان به راپیدا کیږی چې د هغوی به ډیر ستر امت وی.”

او د حضرت داؤد علیه السلام په “مزامیر” کښې لیکل شوی ”....او خدایې پاک صالحان تائیدوی، صالحان به د زمکې وارثان وی او هلته به تل استوګن وی.”

په قران مجید کښې هم راغلی دی: “ولقد کتبنا فی الزبور من بعد الذکر ان الارض یرثها عبادی الصالحون.  (مونږ د (داؤد) په زبور کښې له (ذکره) ورسته ولیکل چې زمونږ غوره او صالح بندګان به د زمکې وارثان وی) او بیا قران فرمایی: “وَعَدَ اللهُ الذینَ امَنو مِنکم وَ عَمِلو الصالحاتِ سَیَخلِفَنَهُم فِی الارضِ کما اسْتَخلفَ الذِینَ مِن قَبلهم ولیمکن لهم دینهم الذی ارتَضَی لَهُم وَلیُبَدِلَنهُم مِن بَعدِ خَوفِهِم اَمنا یَعبُدونَنِی لا یُشْرِکونَ بِې شَیئاً” (خدایې پاک په تاسو کښې له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړې او نیک کارونه کوی ژمنه کړی ده چې هغوی د زمکې په مخ ګدۍ ناستی کړی لکه څنګه چې یې مخکښې کسانو ته خلافت ورکړ او هغه دین چې خدایې پاک دوی ته خوښ کړی دی ځایې په ځایې کړی او د دوی ویره په امن بدله کړی ځکه چې زما عبادت کوی او له ما سره هیڅ شریک نۀ ټاکی).

همداراز فرمایی: “وَ نُرِیدُ اَنْ نَمُن علی الذین استضعفوا فی الارض و نجعلهم ائمه و نجعلهم الوارثین”  (اراده مو کړې ده چې په مستضعفانو(هغو کسانو چې ظالمانو پرې ظلم کړی او بې وسه کړی یې دی) احسان وکړو او هغوی د زمکې مخکښ او وارثان وګرځوؤ).

دا ډول ایتونه په دې ګواه دی چې بالاخره به زمکه د خدایې د غوره بندګانو په لاس ورځی. هغوی به د زمکې وارثان کیږی او د نړیوالو دمخکښۍ او مشرۍ مقام به ترلاسه کوی. که انسان نن د خدایې له سمې لارې کوږ او بې لارې شوی او د ذلتونو او پستیو په لویو ګړنګونو کښې لویدلې نو په حقیقت کښې دا ددې حالت ورستۍشیبې دی او ډیر زر به د انسانانو ضمیرونه راویښ شی او پوهه به شی چې په زور ځواک خپل فکر و عقل، ټیکیالوجۍ او مادی علومو سره په نړۍ کښې پراخ او هر اړخیز عدالت، نظم او نیکمرغی نشی راوستی او له دې پرته بله لاره نشته چې خپلې اړیکې د ایمان، وحی اود الهی ولایت د منلو په بنیادونو ودروی. د الهی او نړیوال مصلح او غوریز په مشرۍ سره ځان د خطرونو له  جبو راوباسی او د کمال او نیکمرغۍ لاره پیل کړی، چې د عدل، امن مینې او محبت په اساس یو حکومت رامنځته کړی.



په اسلامی سرچینو کښې په امام (عج) عقیده

د اسلام عزتمن پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم او همداراز هر یو امام څو څو ځله په بیلا بیلو ځایونو کښې د امام مهدی (عج)، د هغوی د لنډ او اوږد غیبت او د مختلفو ځانګړنو او خصوصیاتو په حقله خبرې کړی او ډیرو پیروانو او راویانو دا حدیثونه رانقل کړی دی. د “الامام المهدی علیه السلام” کتاب لیکونکی دداسې پنځوسو اصحابو نومونه اخستی دی چی له پیغمبره یې په دې حقله حدیثونه نقل کړی او پنځوس نور کسان یې له تابعینو داسې یاد کړی چې د امام مهدی علیه السلام په حقله یې حدیثونه رانقل کړی دی. 

ځینو مشهورو او نامتو شاعرانو دغه حدیثونه د زمانې د امام له زوکړې په لسګونو او حتی په سلګونه کاله وړاندې لوستی دی. کمیت چې  یو لویې شاعر دی د حضرت مهدی(عج) په حقله یو شعر وویې او له امام باقر علیه السلام څخه یې د هغوی د پاڅون د وخت په حقله پوښتنه وکړه.

اسماعیل حمیری د امام جعفر صادق علیه السلام خدمت ته حاضر شو او یوه اوږده قصیده یې ولوسته چې د ځینو بیتونو ژباړه یې داده:

“او خپل خدایې ګواه نیسم چې ستا (امام صادق) خبره په ټولو مخلوقاتو(که منوونکی وی او که شرغړونکی) حجت ده. (چې فرمایلی دې دی) هغه امر کوونکې او قائم چې زما سترګې ېې د لیدو په انتظار دی یو غیبت لری، چې غائب کیږی او پټیږی به. څۀ موده به په غیبت کښې اوپټ وی، بیا به راڅرګندیږی او لویدیځ او ختیځ به له عدل و انصافه ډکوی.”

ځینو نورو شاعرانو هم چې د امامانوپه زمانه کښې وو، یا له هغوی ورسته راغلی دی په خپلو شعرونو کښې د امام مهدی (عج) وجود او ظهور یاد کړې او ډیر وخت داسې شوی دی چې یو شاعر به له یو امامه پوښتل چې ایا تۀ امام مهدی (عج) یې؟ او امام به ورته د امام مهدی(عج) پیژندګلو کوله او د هغۀ حالات به یې ورته بیانول:

د همدغو ډیرو حدیثونو، روایتونو او شعرونو په وجه حتی د امام مهدی (عج) تر زوکړې مخکښې هم ډیرو کسانو په دروغه د مهدویت دعوه وکړه او له دې لارې یې ناوړه استفادې وکړې. مثلا “کیسانیه” فرقې د امام مهدی (عج) تر زوکړې قابو دوه پیړۍ مخکښې “محمد حنفیه” امام مهدی (عج) ګڼلو او په دې عقیده وو چې هغه له سترګو پناه شوی دی او یوه ورځ به راښکاره کیږی. دوی به د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره هغه حدیثونه او روایتونه راوړل چې له پیغمبر(ص) او له مخکښینیو امامانو څخه دامام مهدی(عج) اخر زمان په حقله نقل شوی وو. او یا مثلا مهدی عباس ځان ته  “مهدی” وې چې په دې طریقې سره خپلو موخو ته ورسیږی.

ډیر زیاتو سنی او شیعه عالمانو په خپلو کتابونو کښی د امام مهدی (عج) په حقله حدیثونه لیکلی دی. د اهلسنت امام احمد بن حنبل (چې په 241 هجری کال کښې وفات شو) مسند او د اسماعیل بخاری (چې په 256 کال کښې وفات شو) صحیح بخاری هغه معتبر کتابونه دی چې د امام مهدی (عج) تر زیږیدو مخکښې لیکل شوی خو د امام مهدی (عج) په حقله پکښې حدیثونه شته. ،

د حسن بن محبوب لیکلی شوی مشهورکتاب “مشیحه” د شیعه وو له هغو کتابونو څخه دی چې د ارواښاد “طبرسی” په وینا، د مهدی اخر زمان (عج) تر لویې غیبت څخه قابو سل کاله مخکښې لیکل شوی دی. او د امام مهدی (عج) د غیبت حدیثونه پکښې موجود دی. همدا شان شیعه وو حدیث نقل کوونکو د امام باقر علیه السلام او امام صادق علیه السلام په وخت په خپلو تالیفاتو کښې د غیبت خبرونه راخستی دی. 

همدا راز ډیرو شیعه او سنی عالمانو د امام مهدی (عج) په حقله پوره پوره کتابونه لیکلی دی چې ځینې پکښې د امام مهدی (عج) تر زیږیدو مخکښې برابرشوی دی. د امام مهدی (عج) په حقله حدیثونه دومره زیات دی چې په اسلامی مسائلو کښې په ډیر کم موضوع دومره زیات حدیثونه راغلی دی او ددغو حدیثونو پریکنده والې منلی شوی دی. او په شیعه عالمانو سربیره ځینو سنی عالمانو هم ددغو روایتونو قطعی والې جوت کړی دی، د مناقب الشافعی کتاب لیکوال ”سنجری” وایی د اسلام له پیغمبر حضرت محمد(ص) څخه د امام مهدی (عج) په حقله نقل شوی حدیثونه د تواتر حد ته رسیدلی دی.

د “امام مهدی (عج) کتاب مولف لیکی،که د امام زمان علیه السلام په حقله د سنیانو او شیعه ؤ حدیثونه وشمېرل شی نو شمېر یې شپږو زرو ته رسیږی. چې دا یو لویې شمېر دی. او د اسلام په ډیرو مسائلوکښې چې د مسلمانانو څرګند یقینی او منل شوی مسائل دی. دومره حدیثونه نشته.”

د امام مهدی (عج) په حقله په راغلو حدیثونو کښې ویل شوی چې هغه مبارک د بنی هاشمو، بی بی فاطمه(ع) او د سید الشهدا امام حسین علیه السلام له نسله  دی او خپل نوم او کنیت یې هماغه د رسول الله مبارک نوم او کنیت دی. په پټه به زیږیږی، په پټه به ژوند کوی او دوه غیبتونه به یې وی چې یو به لنډ او بل به اوږد وی، تر څو چې خدایې وغواړی پټ به وی او بالاخره به د خدایې پاک په حکم پاڅون کوی اوراڅرګندیږی به، په ټوله نړۍ به اسلام واکمنوی او نړۍ به له ظلم و زیاتی ورسته له عدل و انصافه ډکوی، په دغه روایتونو کښې حتی د دولسم امام شخصی ځانګړتیا او خصوصیات او د هغوی په باره کښې نورې خبرې بیان شوی دی.



د اهلسنتو د حدیثونو څو نمونې

1: د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص)د حضرت امام مهدی (عج) د څرګندیدو په حقله فرمایی: که د دنیا یوازې یوه ورځ عمر هم پاتې وی، خدایې پاک به زمونږ له کورنۍ یو داسې کس راولیږی چې دنیا به له عدل او انصافه ډکه کړی لکه څنګه چې به له ظلم و زیاتی ډکه وی.

2: ګران رسول فرمایی: د قیامت ورځ به تر هغې نه راځی چې زما د کورنۍ یو کس د دنیا چارې په لاس کې وانه خلی او د دۀ نوم به زما نوم وی.

3: ګران رسول(ص) فرمایی: په تحقیق سره علی علیه السلام تر ما ورسته زما د امت امام دی او “قائم” د هغۀ یو بچی دی. چې کله راڅرګند شی نو په نړۍ به عدل او انصاف واکمنوی لکه څنګه به چې هغه له ظلم و زیاتی ډکه وی. په هغه خدایې قسم چې  زۀ  یې زیرې ورکوونکې او ویرونکې ګرځولې یم څوک چې د هغۀ د غیبت په وخت ټینګ او غښتلی پاتې شی هغه به له اکسیره هم کم پیدا کیدونکی کسان وی. جابر پاڅید او وې ویل: ای د الله رسوله(ص) ستا بچی به غائبیږی هم؟ وې فرمایل: هو په خدایې قسم خالص مومنان به پاتې کیږی او کافران به له منځه ځی. دا د لویې رب یو راز دی چې په خلقو پټ دی. په دې کښې شک مۀ کوه ځکه چې د خدایې پاک په چارو کښې شک کفر دی.

4: ام سلمه وایی د اسلام ګران پیغمبر د مهدی(عج) خبره وکړه او وې فرمایل: هؤ هغه دی او د بی بی فاطمې(ع) له اولاده به وی.

5: سلمان فارسی (رض) وایی د اسلام د ګران پیغمبر(ص) په خدمت کښې حاضر شوم. پیغمبر(ص) حسین ابن علی علیه السلام په خپل زنګون کیښنولی ؤ، د هغۀ سترګې او شونډې یې ښکلولې او فرمایل یې: تۀ پخپله سردار یې، د سردارځوۍ او د سردار ورور یې، تۀ امام، د امام ځوی او د امام ورور یې تۀ د خدایې حجت، د خدایې د حجت ځوی یې او د خدایې د حجت ورور یې او تۀ د خدایې د نهو حجتونو پلار یې چې نهم یې مهدی(عج) دی.

6: د خدایې رسول(ص) و فرمایل: تاسو ته د مهدی(عج) زیری درکوم. هغۀ به زما په امت کښې مبعوث کیږی په داسې حالت کښې چې زما امت به په اختلافونو او بې لاریو کښې ډوب وی نو زمکه به له عدل و انصافه داسې ډکه کړی څنګه به چې هغه د ظلم او فساد نه ډکه وی، د زمکې او اسمانونو اوسیدنکی به له هغه راضی وی.

7: امام رضا علیه السلام وفرمایل: څوک چې نیکی او پاکوالی نۀ لری، دین نه لری، په تاسو کښې خدایې پاک ته هغه کس تر ټولو نزدې دی چې متقی او پرهیزګار وی، بیا یې وفرمایل: زما له نسله څلورم بچی د وینځو د سرخیلې او میرمنې بچی دی. چې خدایې پاک به د هغۀ په وسیله زمکه له هر ظلم و فساده پاکوی. دې هماغه کس دی. چې خلق به یې په زوکړې کښې شک کوی. دې به د څۀ مودې لپاره پټ او غائب شی او چې کله بیا راڅرګند شی نو زمکه به د خدایې له نور او رڼا ډکه او په خلقو کښې به انصاف او عدل راولی دومره زیات انصاف چې هیڅوک به په چا ظلم نۀ کوی.

8: امیرالمومنین حضرت علی علیه السلام فرمایی: خدای به یوه داسې ډله راپیدا کړی چې له خدای پاک سره مینه لری او الهی باچاهی به جوړه کړی هغه کس چې په دغه ډلې کښې “پټ” او میلمه دی هماغه امام مهدی (عج) دی. چې زمکه به له انصافه ډکوی. په وړوکوالی کښې به له مور او پلار جدا شی.... او د مسلمانانو سیمې به په امان ورکولو سره فتح کړی. وخت به هم د هغۀ ملګری وی، خلق به یې خبره اوری او په زمکه به دومره زیات انصاف او عدل راولی څومره چې له ظلم او زیاتی ډکه وی. نو ددۀ امامت به بشپړ شی او خلافت به یې ځایې په ځایې شی. خدایې پاک به هغه کسان چې په قبرونو کښې دی راپاڅوی، زمکه به د مهدی (عج) په برکت ښیرازه او خوشحاله شی، فتنې کړکیچونه، بلواوې او لوټ مار به له منځه لاړ شی او خیر و برکت به زیات شی، تر دې ورسته به څۀ وشی. ددې ویلو ته حاجت نۀ محسوسوم او زما سلام دې وی په هغه ورځ”



د شیعاؤ د حدیثونو څو نمونې

1: امام صادق علیه السلام فرمایی: خلق به خپل امام ورک کړی خو هغه به د حج په موسم کښې راښکاره شی. خلق به یې نۀ وینی خو هغه به خلق وینی.

2: “اصبغ بن نباته” وایی: د امیرالمومنین حضرت علی علیه السلام په خدمت کښې حاضر شوم، امام په فکر کښې ډوب ؤ او په مبارکې ګوتې سره یې په زمکه کرښه راښکله، عرض مې وکړ ولې په فکر کښې یئ ایا زمکه مو خوښه ده؟ وې فرمایل: نۀ په خدایې قسم زۀ د دنیا او زمکې هیڅ شوق نۀ لرم زۀ هغه کس ته په چورت کښې یم چې زما له نسله او زما دولسم بچی دی چې نوم یې مهدی(عج) دی، هماغه چې په زمکه به داسې عدل او انصاف راولی څنګه به چې له ظلم او زیاتې ډکه وی. هغه به څۀ موده غائبیږی چې په دې خبره به ځینې کسان بې لارې شی او ځینې به په سمه لاره پاتې شی.

3: امام صادق علیه السلام فرمایی: که تاسو ته چا وویې چې صاحب د امر یعنې د وخت امام غائب شوی دی نو انکار مۀ کوئ.

4: همدا شان فرمایی: د امام مهدی (عج) به دوه غیبتونه وی. لنډ غیبت او اوږد غیبت، په لنډ غیبت کښې به  هغۀ له ځینو کسانو پرته بل چا ته د هغۀ ځای نۀ وی معلوم، او په اوږد غیبت کښې به د هغۀ له خاصو ملګرو پرته بل څوک د هغۀ له ځایه نۀ وی خبر.

5: د خدایې رسول فرمایی: قائم(مهدی عج) زما له کهوله دی د هغۀ نوم او کنیت به زما نوم او کنیت وی د هغۀ کړۀ وړۀ به  زما په څېر وی او طریقه او سلوک به یې هم زما په شان وی. خلق به زما دین ته رابولی او د خدایې پاک کتاب ته به یې هدایتوی، څوک چې د هغۀ اطاعت وکړی، ګوندې زما اطاعت یې کړی دی. څوک یې چې مخالفت وکړی له ما سره یې مخالفت کړی دی او څوک یې چې له غیبته منکر شی ګوندې زما یې انکار کړی دی.

6: څلورم امام زین العابدین علیه السلام فرمایی: امام مهدی (عج) د خدایې له پیغمبرانو، نوح علیه السلام، ابراهیم علیه السلام، موسی علیه السلام،عیسی علیه السلام، ایوب علیه السلام او حضرت محمد صلی الله علیه و اله والسلم سره ورته والی لری، د عمر په زیاتوالی کښې د نوح په شان دی. د زیږیدو په پټیدوکښې د ابرهیم په شان، په غیبت کښې د موسی په شان، له هغۀ سره د خلقو په اختلاف کښې د عیسی په شان، له مصیبتو او کړاوونو ورسته راحتۍ او سوکالۍ ته په رسیدلو کښې د ایوب په شان او په تورې سره په قیام او پاڅون کښې د ګران رسول حضرت محمد (ص) په شان دی.

7: امام صادق علیه السلام فرمایی: زما بچی “مهدی ” به د څۀ مودې لپاره غائبیږی نو په دغه موده کښې د خدایې بندګانو ته پکار دی چې له خدایه وویریږی او د هغۀ په دین غښتلی او ټینګ پاتې شی.

8: همداراز فرمایی: مهدی(عج) به تر هغه وخته ظهور نۀ کوی چې په دنیا باندې د خلقو ټولې پرګنې او قسمونه حکومت ونۀ کړی چې څوک ونۀ ویل شی چې که مونږ حکومت کړی وی نو عدالت او انصاف به مو راوستی ؤ، هله به بیا مهدی(عج) راڅرګندیږی.

captcha