IQNA

مسلمانانو د اسلام خلاف سارکوزی غونډه تحریم کړه

2:11 - June 09, 2015
د خبر لمبر: 3312275
نړیواله ډله: د فرانس اسلامی ډلو د اسلام په موضوع باندې یوه غونډه چې د ښې اړخیزه ګوند له اړخه د نیکولا سارکوزی په لارښودنه کښې پیل شوې وه، تحریم کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د AFP فرانس خبرونو نه په نقل، د سارکوزی د ښې اړخیزه ګوند( د ولسی اتحاد غورځنګ) چې خپل نوم یی په اخیره کښې خپل نوم جمهوریت غوښتونکې ګوند ته بدل کړی د زیارت په ورځ یوه غونډه د «اسلام مسئله» په عنوان سره فرانس کښې پیل کړو.

ویلې شوی چې په دې غونډه کښې د دین دنده، په تېره په فرانس کښې د اسلام او سیکولر دنده ته ژوره کتنه شوی خو ولی د فرانس اسلامی ډلو د دې غونډی تحریم کړو و وې ویل چې دا د دین اسلام بدنام کولو یو کوښښ دی.

د فرانس تېر ولس مشر سارکوزی د دې غونډی پیل کېدو ځای کې چې بند دروازو کښې پیل شوې وو، اعلان کړې: هیڅ کس نه باید له بحث او مذاکرې نه لرې پاتې شی، یو هیواد لکه د یوې کورنۍ دې تاسو باید خبرې وکړی او باید مسئلې مطرح کړی.

د فرانس اسلامی شورا نه عبدالله ذکری، د دې اظهاراتو په جواب کې وویل: مونږ نشو کولې چې د دا رنګه پروګرامونو چې مسلمانان په کې بدنامه وې شرکت وکړو.

د فرانس اسلامی سازمانونو انجمن چې یو د دغه هیواد یوه لویه اسلامی ډله ده دې غونډی ته نه وه دعوت شوی خو ولی دې غونډی څرګنده کړه چې که چرې دعوت یی ورکړی وو نو بیا هم به مونږ په دارنګه غونډې کې شرکت نه وو کړی.

دې انجمن تاکید وکړو چې د یو نوې سیاسی ګوند چې اوس اوس جوړ شوی خپل کار د اسلام نه شروع کړو او دا کار زمونږ لپاره د خوشحالی نه دې.

دې انجمن همدارنګه په اخیره کښې د سارکوزی له اړخه په پوهنتون کښې د حجاب منع کولو او مدرسو کښې حلاله خوراک ورکولو انتقاد کړی وو.

فرانس د اروپا هیوادونو کښې د مسلمانانو ولس له ټولو نه لوی اوسېدونکې هیواد دی.

په فرانس کښې د مسلمانانو ژوند په دې اخیرې کلونو کښې او په تېره بیا په پاریس باندې تېر کال د ترهګرې برید نه پس ډېر سخت شوی دې.

http://www.iqna.ir/fa/News/3311150

captcha