IQNA

دبی جایزه قرآنی نړیواله مقابلو ته د ایران استازی، محمد حسین بهزاد فر

11:43 - June 10, 2015
د خبر لمبر: 3312888
نړیواله ډله: د جمهوری اسلامی ایران استازی په عنوان سره ځوان حافظ محمد حسین بهزادفر به د دبی جایزه قرآنی نړیواله مقابلو کښې چې د رمضان المبارک میاشته کښې پیل کېږی ګډون کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دبی جایزه قرآنی نړیواله مقابلو نولسمه دوره به رمضان المبارک میاشته کښې پیل کېږی، او د ایران غړی به په شپږم رمضان باندې دې مقابلو کښې ګډون لپاره دبی ته ورځی.

په دې دوره کښې د ټول قرآن کریم حافظ محمد حسین بهزاد فر د جمهوری اسلامی ایران استازی عنوان سره ګډون کوی.

د قرآن کریم حافظ بهزاد فر  په کال ۱۳۷۹ تهران کښې زېږېدلی چې تېر کال یی د قرآن کریم سراسری مقابلو ۳۶ دوره کښې ړومبۍ مقام ترلاسه کړی وو، او هم د ړومبنی مقام ترلاسه کولو له سببه اوس د دبی جایزه قرآنی نړیواله مقابلو لپاره خوښ شوی.

د قرآن کریم دې حافظ د بنګله دېش نړیواله مقابلو کې درېیم مقام ترلاسه کړی وو او تراوسه پوری یی سوریه، عراق، لبنان، افغانستان غوندې هیوادونو ته یی سفر کړې او په ۶ رمضان به امارات ته د دبی جایزه قرآنی نړیواله مقابلو نولسمې دورې کښې شرکت لپاره ځی.

تېر کال د ایران له اړخه میلاد عاشقی د دبی جایزه قرآنی نړیواله مقابلو ۱۸ دوره  کښې شرکت کړی وو خو ولی هیڅ مقام یی نه وو ترلاسه کړی.

http://iqna.ir/fa/News/3311603

captcha