قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «RFI» د انټرنیټی ویب پاڼې نه په نقل، والس په دې راغونډون کښې چې د مسلمانانو ټولنیزې سره اړیکې موضوع باندې پیل کېږی، دې باندې تاکید سره چې اسلام به فرانس کښې پاتې کېږی، اعلان وکړو: د افراط ګرو او نفرت او اسلام ترمنځه هیڅ اړیکې وجود نه لری.
په دې راغونډون کښې، فرانس کښې د اسلامی ډلو مشرانو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې اسلام مخالفې حملې چې شارلی ابدو میاشتنې باندې حملې نه پس زیاتې شوی، مقابله وکړی.
دې راغونډون کښې د فرانس مسلمانانو مشرانو د وزیرانو او حکومتی مقاماتو سره ګډون کړی وو.
دا راغونډون په داسې ورځې پیل شو چې د فرانس مسلمانانو ډلو د فرانس تېر ولس مشر سوی نیکولا سارکوزې له اړخه پیل شوی کانفرانس «مسئله اسلام» مخالفت کړی وو او دا یی د مسلمانانو بدنامه کولو یو حرکت ټاکلی.
په دې راغونډون کښې د جوماتونو د کمښت، د جوماتونو د امنیت او د اسلام په هکله د رسنۍ تحلیل اوشو.
همدارنګه وویل شو چې تراوسه په فرانس کښې ۲۵۰۰ جوماتونه شتون لرې او ۳۰۰ نور جوماتونه جوړېږی، د فرانس حکومت هیله څرګنده کړه چې مسلمانانو سره خبرو اترو لپاره به منظم کانفرانسونه پیل کوې.
http://iqna.ir/fa/News/3314927