قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «باب» خبرونو بنسټ نه په نقل، د عربستان قرآن کریم ملی او نړیواله مقابلو مشر منصور بن محمد السمیح په دې اړه وویل: د رمضان میاشتې شروع(۲۸ خرداد) دې مقابلې کښې شرکت کولو لپاره د مقابله کوونکو لپاره خپل نوم ورکولو اخیرنی تاریخ دی.
هغه دې ته اشارې سره چې د عربستان قرآنی نړیواله مقابلو ۳۷ دوره به مکه مکرمه محرم الحرام میاشته کښې پیل کېږی وویل: د قرآنی مقابلو دارالانشا د عربستان اسلامی چارو او اوقاف وزارت په واسطه او همدارنګه د مختلفه هیوادونو کښې اسلامی انجمنو او مرکزونو چې د دې وزارت سره اړیکه لری د ۱۰۰ نه زیات هیوادونو ته په دې مقابلو کښې ګډون لپاره دعوت نامه لېږلی.
هغه ادامه کښې د دې مقابلو پیل کولو هدف د قرآن کریم حافظانو کښې روغې مقابلې کول او نوې نسل قرآن کریم سره تمسک ته تشویق کول دی، هغه تاکید وکړو: د فرض حج تمتع کول د دې مقابلو یوه ستره جایزه ده چې د مقابلې دې دوره کښې ګټونکو ته به ورکړی کېږی.
السمیح په اخیره کښې وویل: د دې مقابلې ګټونکو کسان لمانځل او هغوی ته جایزه ورکول به د مسجد الحرام مخامخ سالون کښې پیل کېږی.
3314695