قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) «World Bulletin»خبرونو بنسټ نه په نقل، د بودایی راهبانو له اړخه مسلمانانو محصلانو په حجاب باندې بندیز یو نوې اقدام دې چې په دې هیواد کښې د دینی کړکېچ او تبعیض زیاتوالی او دوام ښودنه کوی.
د بودایی راهبانو «ماباتا» نومې یوې ډلې ادعا کړې چې حجاب د میانمار د مدرسو قانون سره تضاد لری او باید بندیز پرې ولږې.
د ماباتا راهبانو په تېره هفته کښې «رانګون» ښار کښې کانفرانس پیل کړې وو چې د ۱۳۰۰ نه زیات بودایی راهبانو د سراسر میانمار نه په دې کانفرانس کښې ګډون کړی وو چې په کښې د سراسر هیواد انتخابات چې د دې کال اخیره کښې پیل کېږی نه مخکښې د ملی دستور خپرولو باندې بحث وکړی.
د ګاردین راپور له مخې، «ماباتا» د خپلو وړاندیزونو لیکلړ جوړ کړې چې خپلو استازو ته یی اعلان کړی چې حکومت سره لایحه کښې د مسلمانانو نور محدود کولو لپاره اقدام وکړی، په حجاب باندې بندیز د هغه وړاندیزونو نه دی.
همدارنګه په قربانی کولو باندې بندیز هم په دې وړاندیزونو کښې شامل دی.
د راهبانو ډلې ماباتا یو غړی په دې اړه وویل: مسلمانان تر هغه وخته پوری چې په میانمار کښې ژوند کوی باید د دې هیواد د قوانینو او مقرراتو تابع وی.
دا ډله همدارنګه خلک هغه کسانو ته رایې ورکولو لپاره تشویق کوې کوم چې« اجازت نه ورکوی چې د بوداییانو دین او نسل ورک شی. دې ډلې یوه بیانه کښې وویل: خپل څارنو ته به د غیر بوداییانو په اړه ادامه ورکوو او هغه اخبار او خطری چې بودایسم لری په فیس بوک به یی خپره وو.
د یو ملیون او درې سوه زره نه زیات د روهینګیا مسلمانان میانمار کښې د بودائیانو له اکثریت له سببه تبعیض او بی عدالتی سره مخامخ دې.
په دې اخیرنی کلونو کښې یو لوی شمېر مسلمانان د بودائیانو د تاوتریخوالی له سببه قتل شوی او په زرګونو مسلمانان د بودائیانو د بریدونو له سببه بې کوره شوی.
د میانمار حکومت روهینګیا کښې له ډېرو مسلمانانو د تابعیت نه انکار کوی او دا مسئله تر دومره غټه شوی چې د ملګرو ملتونو سازمان د روهینګیا مسلمانان د نړۍ یو ستم لیدلې اقلیتی ټولنه معرفی کوی.
د روهینګیا مسلمانانو په خلاف تاوتریخوالی سبب شوی چې دا ټولنه خپل کورونه ترک کړی او ګاونډ هیوادونو لکه تایلند، مالیزیا او اندونیزیا کښې مېشته شی.
http://iqna.ir/fa/News/3317709