IQNA

د رمضان مبارکې میاشته کښې د بنګلادېش د جوماتونو حال احوال

14:48 - July 01, 2015
د خبر لمبر: 3322086
نړیواله ډله: د رمضان میاشته کښې د بنګلادېش په ملیونونو خلک د دې هیواد په زرګونو جوماتونو کښې را جمع کېږی او د جوماتونو مختلفو پروګرامونو او فعالیتونو کښې د خپل روح ارامښت او معنویت ګډون کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «on islam» خبرونو بنسټ نه په نقل، د بنګلادېش اسلامی بنسټ مرستیال رفیق الاسلام وویل: د بنګلادېش ملی جومات بیت المکرم جومات کښې رنګ رنګ پروګرامونه پیل کېږی چې د بنګلادېش اسلامی بنسټ له اړخه دې چې رمضان مبارکه میاشته کښې معنویت او اسلامی رنګ ته وده ورکړی.

سراسر بنګلادېش کښې تقریباْ ۲۵۰ زره جوماتو نه وجود لری چې په دې کښې ۶ زره جوماتونه په ډاکا، د دې هیواد پای تخت کښې واقع دی.

دا جوماتونه زیاتره خلک اداره کوی او حکومت هغې سره هیڅ مرسته نه کوی.

د رمضان میاشته شروع کېدو سره د بنګلادېش په مختلفو جوماتونو کښې چې د ښودو او معنوی مرکز شکل یی اختیار کړی وې رنګ رنګ پروګرامونه پیل کېږی.

بیت المکرم جومات کښې د ماسپښین او مازدیګر لمانځه نه پس د قرآن د تفسیر او قرائت کلاسونه پیل کېږی.

همدارنګه د تراویح لمونځ هم په دې جومات کښې پیل کېږی.

ډاکا کښې د پورنا پالتان جومات روحانی شمس الحق وایئ: زمونږ په جومات کښې د تراویح لمونځ په دې قسمه کېږی.

د جومات په اصلی دالان کښې د روژه دارو مسلمانانو لپاره د قرآن د آیتونو تلاوت سره پیل کېږی.

د جومات په درېیم چت کښې د هغه کسانو لپاره چې غواړې لنډ آیتونو سره لمونځ پیل کړی.

او  شپږم چت کښې د هغه کسانو لپاره چې په لسو شپو کښې د قرآن کریم ختم کول غواړې تراویح پیل کېږی.

ماشومانو ته د قرآن زدکړه او اسلامی امت کښې د وحدت په هدف نندارتون پیل کول هم د بنګلادېش د جوماتونو پروګرامونه دی.

سره د لمونځ او معنوی پروګرامونو د بنګلادېش په جوماتونو کښې زرګونو مسلمانانو لپاره د رمضان میاشته کښې د افطاری کولو انتظام هم کېږی.

بنګلادېش په نړۍ کښې درېیم ګڼ مېشتی هیواد دې چې اکثریت په کښې د مسلمانانو دی.

http://iqna.ir/fa/News/3321004

captcha