قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «العالم» خبرونو چینل ویب پاڼې نه په نقل، د دې پېښی شاهدانو وویل: دا کسان د نیجریه شمال شرق«برونو» ولایت درې کلو کښې د بوکوحرام د عناصر په حمله کښې وژلې شوی.
د نجیریه یو ستر مقام ځواک په دې اړه وویل: د بوکوحرام عناصرو«کوکاوا» کلې باندې چې په کې یو شمېر کب نیسونکې ژوند کوی باندې حمله وکړه او ۹۷ کسان یی په کې ووژل.
هغه زیاته کړه: ځواکونو د دې ترهګرې حملې نه پس په هغې حمله وکړه او خپل ځواکونه یی دغه سیمې ته د حملې نتیجه حاصلولو لپاره ور واستول.
د نیجریه مقاماتو د ترهګرو په دغه حمله کښې د وژلو کسانو شمېر ترلاسه نکړی شو خو ولی د سیمې پارلمان یو غړی محمد طاهر تاکید وکړو: ترهګرو د «مونګونو» په نورو دو کلیو باندې هم حملې وکړی چې په کښې ۱۱ کسان ژوبل شوی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3322494