قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «On Islam» نه په نقل، صنعا کښې د منځنی ختیځ مطالعاتو مرکز کښې د دینی مطالعاتو دکتورا محصل ابراهیم یونس چې انګلیس کښې ژوند کوی وایئ: قرآن د یو نښې په عنوان مونږ ته را لېږلې شوی، یو هدایت کوونکې سرچینه او ویروونکی؛ نو ځکه ټول مومنان باید سختی سره تلاش وکړی چې د قرآن ښودلې شوی اصولو او ښودو په رڼا کښې ژوند وکړی.
هغه وویل: د قرآن تلاوت سره هیله لرو چې الله ته به نږدې شو او ځان به له بدی حفظ کړو. د رمضان میاشته چې د قرآن او معنویت میاشته ده یو ښکلې فرصت دی.
یونس زیاته کړه: رمضان باید د خپلو عملونو پاکتیا او الله ته پاک زړه سره د ستنېدو فرصت وګڼلې شی.
لندن کښې د اسلامی مطالعاتو استاد خالد عباس وایئ: د رمضان میاشته مختلف ابعاد او رتبې لری.
هغه زیاته کړه: روژه یو بدنې او معنوی حرکت دی، او په دې کښې د الله تعالی د کلام تلاوت ډېر لوی برکت لری.
عباس وویل: د نجات لار له عبادت او د قرآن تلاوت سره تر لاسه کولی شو، رمضان د اسلام جوهر دی ... لکه قرآن.
هغه تاکید وکړو: قرآن هغه کسانو لپاره چې د الله د لار غوښتونکې دې او خاضع زړه سره د هغه عبادت کوی یو الهی وحی ده.
http://iqna.ir/fa/News/3327644