IQNA

اینستاګرام کښې قرآنی خبرونه؛

د مالیزیا قرآنی مقابلو کښې ګټونکی قاری ته د انقلاب مقام معظم لارښود هدیه + انځور

23:45 - July 24, 2015
د خبر لمبر: 3332525
انټرنیټی څانګه: د مالیزیا قرآنی مقابله ګټونکی قاری محسن حاجی حسنی اینستاګرام باندې خپل یو انځور ورکړی چې په کې د انقلاب ستر لارښود نه هدیه ترلاسه کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا قرآنی مقابله ګټونکی قاری محسن حاجی حسنی،  په اینستاګرام باندې خپل ورستې پوست کښې انځور ورکړی چې په کې د انقلاب ستر لارښود نه ګوتمه ترلاسه کوی. او د انځور لاندې لیکلې شوی د ستر لارښود له اړخه ماته ښکلې او ارزښتمنه هدیه.





حاجی حسنی ایکنا سره مرکه کښې وویل: هر کله چې به د ستر لارښود خدمت کښې حاضر شوم نو د هغوی نه به د هدیه درخواست نه شو کولې او خوله به مې ورته نه جوړېدله، تر دې چې د ستر لارښود له اړخه د قرآن عالی شورا قائم مقام آقا سید علی سرابی په واسطه ما ته را ورسېده.

هغه زیاته کړه: د مشهد کرامت جومات مراسم کې د اتبار په ورځ ۲۸ تیر باندې د د قرآن عالی شورا قائم مقام آقایی سرابی په شتون کښې د ستر لارښود له اړخه هدیه می تر لاسه کړه.

http://iqna.ir/fa/News/3331975

captcha