IQNA

انګلیس کښې درېیم نړیواله کانفرانس «قرآنی مطالعات او قرآن کې تفکر» پیلتیا

17:11 - August 02, 2015
د خبر لمبر: 3338058
نړیواله ډله: انګلیس کښې درېیم نړیواله کانفرانس «قرآنی مطالعات او قرآن کې تفکر» پرون د انګلیس «منچستر» ښار کښې شروع شو


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «التفسیر» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، دا کانفرانس چې «مطالعات قرآنی او قرآن کې تفکر» عنوان سره د اروپا قرآنی مطالعاتو اکیډمی په مرسته او د انګلیس «سالفورد» پوهنتون همکاری سره د عربستان قرآنی علمونو او قرآن علمی انجمن «تبیان» له اړخه پیل کېږی.

انګلیس کې درېیم نړیواله کانفرانس «قرآنی مطالعات او قرآن کښې تفکر» د درې ورځو په نېټه د دغه هیواد منچستر ښار اسلامی میراث مرکز کښې پیل کېږی.

دا کانفرانس د اروپا قرآنی مطالعاتو اکیډمی کانفرانسونو اوږدوالی سلسله ده او غرب کښې د قرآن څېړنو، خدمت، الهی کتاب کښې تفکر او د قرآن معرفی په هدف سره پیل کېږی.

دا کانفرانس پیل کولو هدف «قرآنی مطالعات باندې تمرکز او د هغې د بیان بڼې»، «قرآنی مطالعات او د معاصر علمونو سره پرلیکتیا میزان کښې لټون» او «د قرآنی مطالعاتو نه غرب کښې د مسلمانانو روزنې وسیله په عنوان ګټه اخیستنه» دی.

همدارنګه «د قرآنی مطالعاتو په لار کښې د علمی څېړنې لارو معرفی»، « قرآنی مطالعاتو په لار کښې د پوهانده عالمانو او غرب کښې د غیر مسلمانانو او اقلیتی مسلمانانو ترمنځه جوړښت پیدا کول» او « په دې لار کښې د څېړونکو ترمنځه محکمې اړیکې پیدا کول» د دې کانفرانس نور اهداف وو.

نړیواله درېیم کانفرانس «قرآنی مطالعات او قرآن کښې تفکر» په څلورو محورو «د قرآن کریم اهداف او مقصدونه»، «قرآن کې تزکیه، لارې او پروګرامونه»، «قرآنی مطالعات او د هغې قرآنی هدایت خپرولو کښې دنده» او « ټکنالوجی او د هغې د قرآن کریم خدمت کښې دنده» سره پیل کېږی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3337284

captcha