IQNA

نن به پیل کېږی؛

د آیت الله نمر نه حمایت کښې د نړۍ ۲۰ هیوادونو کښې به احتجاج پیل کېږی

19:20 - August 02, 2015
د خبر لمبر: 3338081
نړیواله ډله: د نړۍ د مختلفو هیوادونو کښې د حقوق بشر فعالانو ډلې، پرون، د آیت الله شیخ نمر باقر النمر، د آل سعود بندی شیعه روحانی په حمایت کښې احتجاج پیل کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الاخبار» ورځپاڼې نه په نقل، دا احتجاج به په سوئیس، کلمییا، لبنان، نیوزیلېنډ، وینزویلا، غنا، فرانس، انګلیس، امریکا، جرمنی، استرالیا، کاناډا، اسپانیا، هالنډ، ایر لینډ، بحرین، ایران، نیوزیلېنډ، کشمیر او د عربستان شیعه سیمو کښې پیل کېږی، د دې احتجاج پیل کولو هدف د شیخ النمر زر تر زره ازادی او د اعدام کولو حکم لغو کول دی.

دا احتجاج د آل سعود له اړخه په کال ۲۰۱۲ کښې د شیخ نمر النمر بندی کولو درېیم کال سره سم پیل کېږی، دا په داسې حال کې دې چې د عربستان محاکمې ۹ میاشتې مخکې د آیت الله النمر حکم صادر کړی.

د دې احتجاج کمپاین د «شیخ النمر په خطره کې» عنوان لاندې د مختلفو هیوادونو کښې د عربستان سفارتنو مخامخ پیل کېږی.

شیخ النمر تېر کال اکتوبر کښې د عربستان جنایتی محاکمه کښې په درغلی اعدام باندې محکوم شوی، خو ولې د مختلفو خلکو او بنسټونو وجود سره تراوسه په دې درغلې حکم کښې بدلون نه دې راغلې او د هغوی اعدام حکم یی نه دې بدل کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3337383

captcha