قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حج خبرونو نه په نقل، د نیویارک ملګرو ملتونو سازمان دفتر مراسمو کښې عبد الله بن یحیی المعلمی، د عربستان د دې سازمان غړی او د ملګرو ملتونو سازمان مشر بان کی مون، د «باب الکعبه» پردې ملګرو ملتونو سازمان یو سالون مخکېنی ځې کښې د بیارغونه نه پس مخروڼې وکړو.
المعلمی په مراسمو کښې خپلې وینا کښې د کعبه پردې جوړېدو مختلفو دورو ته اشاره وکړه او وې ویل: ملک فهد، باب الکعبه پرده د هدیه په عنوان سره په کال ۱۹۸۳ کښې ملګرو ملتونو سازمان ته تقدیم کړی وه.
هغه زیاته کړه: دا پرده د کعبه شرقی اړخ ده چې پرې د سرو زرو کار شوی چې پرې باب الکعبه او ځنې قرآنی آیتونه څرګنده دې.
ملګرو ملتونو سازمان کښې د عربستان غړی څرګنده کړه: دا سازمان په کال ۲۰۱۴ کښې باب الکعبه پرده مکه مکرمه کښې د پردې جوړولو کارځای ته بیارغونه لپاره را لېږلی وه او مونږ هغه د مخکې غوندې بیا جوړه کړه.
د ملګرو ملتونو سازمان مشر هم په خپل خبرو کښې د ملګرو ملتونو سازمان په سالون کښې د کعبه د پردې په شتون خوشحالی اظهار وکړو او هغه یی یوه ارزښتمنه هدیه وګڼله او هیله یی څرګنده که چې دا سالون به د خلکو د نندارې او نړۍ کښې د سولې او امن ځای وې.
مراسمو په ادامه کښې د ملګرو ملتونو سازمان کښې د عربستان غړی المعلمی، د باب الکعبه پردې مخروڼی وکړو چې د ملګرو ملتونو سازمان «اندونیزیا» سالون په دېوال باندې نصب شوی.
د عربستان غړی په اخیره کښې د ملګرو ملتونو سازمان مشر بان کی مون ته هدیه چې د پردې نسخه وه ورکړه.
په دې مراسمو کښې یو شمېر د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکو، دې سازمان غړی هیوادونو سفیرانو او د دې سازمان مسؤولانو شتون لرلو.
د عربستان استازی په دې باندې چې باب الکعبه پرده د ملګرو ملتونو سازمان په یو مهم سالون کښې نصب شوی د خوشحالی اظهار وکړو.
3337355