قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «لیبانون فایلز» ویبپاڼې نه په نقل، د لبنان مفتی اعظم شیخ عبد اللطیف دریان ځنې دینی عالمانو سره لید کتنه کې وویل: دینی تبلیغ کې د جوماتونو محوری د افراطی مبلغانو مخنیوی کوی.
هغه زیاته کړه: جوماتونه د اسلام دین د تبلیغ کولو معتبر سرچینه ده چې په کار دې سبب وګرځې خلک د افراطی ډلې تبلیغاتو په اړه بصیرت پیدا کړی.
دینی عالمانو ته د لبنان مفتی اعظم په ادامه کښې وویل: جوماتونه د اسلام دین تبلیغ لپاره خپل بنسټ وګرځه وی چې خلک پوهه شی چې اسلامی اصلی سرچینې د کومې سرچینې نه باید ترلاسه کړی او افراطی ناجایزه ګټه اخیستونکې مبلغان وپېژنې.
د لبنان دې اهلسنت عالم، د دینی منبر خطیبانو اصلی وظیفه مسلمانانو کښې د بصیرت زیاتونه ټاکله او زیاته یی کړه: باید د اسلامی مذهبونو منونکو ترمنځه متقابله اغیزه خبرې اترې او مذاکره وی چې د اسلامی حقیقی مخ په خبرو اترو کښې ټولو ته څرګنده شی.
دریان په اخیره کښې لبنان د اسلامی وحدت څرګندولو او د الهی دینونو او اسلامی مذهبونو ترمنځه د سوله ییز ګډ ژوند کولو لپاره تیار ډګر وټاکلو ادامه یی ورکړه: لبنانی که څه هم په ځینې سیاسی مسئلو کښې اختلاف لری خو ولې ټولنیزه او کلتوری مسئلو او ملی ګټو کښې سره یو دی.
http://iqna.ir/fa/News/3338191