IQNA

د پاکستان «نوای وقت» ورځپاڼې غوښتنه وکړه:

د میانمار مظلوم مسلمانانو نه د نړیواله ټولنې حمایت

23:21 - August 10, 2015
د خبر لمبر: 3341148
خارجی څانګه: د پاکستان «نوای وقت» ورځپاڼې خپل یو راپور کښې د نړۍ ټولنې او اسلامی نړۍ نه د میانمار مسلمانانو حمایت غوښتنه وکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د پاکستان حیدر آباد «نوای وقت» ورځپاڼې لیکلې: ۸۰۰زره نه زیات بی ګناه مسلمانان په میانمار کې او په تېره روهینګیا کې ځپلې شوی، غواړې چې دا مسلمانان بې نامې او بې نښې شی ځکه چې هغې ته د بچو پیدا کولو اجازت هم نه ورکوی.

مسلمانان چې تېرو دوه سوه کلونو نه په میانمار کې استوګنه لری، او دلته د ښاریز ژوند حق نه محروم شوی او د پلار نیکه ځمکه پرېښلو باندې مجبوره شوی، د دې ځمکې، کورونه او مال ته اور ورکړی شوی او ځمکې یی قبضه شوی، په ښځو یی زیاتې کېږی او نړیواله بازارونو کښې خرڅولې کېږی.

ځوانان د جسمانی شکنجه نه ورسته ژوندی خښ کړل، نه په کلو کښې امان شته او نه په ښار کې،  ګاونډی هیوادونو هم خپل ورونه ور باندې بند کړی.

د روهینګیا مسلمانانو کومه ګناه کړی؟ څه جرم یی کړی؟ قرآن کریم ټول مسلمانان ورور او خور ګڼی.

د پیغمبر صلی الله علیه و آله نه یو حدیث کې راغلې مسلمانان د یو بدن غوندې دې. په ټولو باندې فرض دې چې د دې مسلمانانو حمایت وکړو.

مونږ د ټولو هغه ورځپاڼو چې کثیرالانتشار دې له اړخه د ملګرو ملتونو سازمان نه، د اسلامی هیوادونو مشرانو او د نورو سازمانونو نه غوښتنه کوو چې د دې مظلومانو مرسته دې وکړې او پاکستان دې هم خپل دیپلوماتیک دنده ترسره کې چې د هغې د زخم مرهم شی.

په تېرو کلونو کښې د روهینګیا یو شمېر مسلمانان مړه شوی او په زرګونو کسان د افراطی بودایانو حملو له کبله خپل کورونه پرې ښودلې.

د میانمار حکومت د روهینګیا د اکثره ولس د تابعیت انکار کوی او دا مسئله تر دې حده مخکې تللې چې د ملګرو ملتونو سازمان د مسلمانانو ټولنیزه روهینګیا د نړۍ یوه ستم لیددونکې او ځپلې ټولنه معرفی کړی.

روهینګیا کښې د مسلمانانو خلاف نفرت هغې مجبوره کړی چې هغې ګاونډی هیوادونو لکه تایلېنډ، مالیزیا او اندونیزیا کښې پناه واخلې.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3339899

captcha