IQNA

د رژیم صهیونیستی عالی ښوونځو کې ایران موضوع باندې د درس دوره

0:17 - August 28, 2015
د خبر لمبر: 3353186
نړیواله ډله: د رژیم صهیونیستی مقاماتو په راروان نوې تحصیلې کال کې د ایران په موضوع نوې درس د عالی ښوونځو درسونو کې اضافه کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، د عالی ښوونځو په درسونو کې به یو نوې درس د ایران په موضوع، د ایران اطلاعات او امنیت سازمان دی.

وایئ چې ړومبۍ به دا پروګرام د امتحان لپاره به د اسرائیل په یو عالی ښوونځې کې پیل کېږی، او د ښوونځې محصلان به په ازادانه توګه دا درس انتخاب کوی او بیا به امتحان کې شرکت کوی.

د دې راپور په اساس، دا نوې برنامه به ډېر زر د «بیتاح تکفا» ښار په «بن گوریون»  عالی ښوونځې کې اجرا کېږی.

هغه محصلان چې د دې پروګرام زدکړې ترسره کوی د رژیم صهیونیستی ځواک تحقیقاتی او اطلاعات بنسټونو کې د ګډون لارې خلاصې وی.

دا پروګرام به د یوولسم او دوولسم جماعت محصلانو لپاره عالی ښوونځو کې ښودلې کېږی او دې کې د فارسی ژبې ښودنه، د فارسی کلتور، تاریخ او ایران کې سیاست ښودنې او ورسره د ایران نړیواله روابط، ملی امنیت او اطلاعات هم شامل دی.

دا ړومبنۍ ځل دې چې دارنګه موضوع د اسرائیل په عالی ښوونځو کې به تدریس کېږی. ایران موضوع باندې ړومبی ځل درس د اسرائیل په عالی ښوونځو کې تدریس کېږی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3351112

captcha