قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، برلین کې د ایران کلتوری ادارې نه په نقل، د جرمنی اسلام پوهانده آنگلیکا نویویرت (Angelika Neuwirth) مېرمنې اتریش کې زالسبورگ (Salzburg)عالی مدرسې جایزه ترلاسه کړې.
دا جایزه آنگلیکا نویویرت، د اسلام او مسیحیت مقایسوې مطالعاتو کې څېړنې باندې ترلاسه کړی ده.
د دریم ګړو ډلې دا جایزه ورکولو سبب څرګندولو سره د مېرمنې نویویرت څېړنو یو وخت کې په قرآن او مسیحی ښودو باندې تاثیر ته اشاره کړی.
نوبویرت د جرمنی نیدرزاکسن ولایت «نینبورګ» ښار کې په ۴نومبر۱۹۴۳ باندې دنیا ته راغلې، او برلین، تهران، ګوتینګن، مونیخ او اورشلیم کې یی عرب پېژندنه(Arabistik)، سامی پېژندنه (Semitistik) او کلاسیک لغت پېژندنه (Klassische Philologie) کې زدکړې کړی.
هغه د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۳ ترمنځه د اردن پوهنتون استاده وه، کال ۱۹۹۱ کې د برلین ازاد پوهنتون کې عرب پېژندنه برخې مشره وه، د ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ تر منځه هغه استامبول او بیروت کې د جرمنی شرقی ځمکې ټولنه کې د شرقی موسسه مشره وه.
د کال ۲۰۰۷ نه د برلین براندنبورگ (Berlin Brandenburgische Akademie der Wissenschaften)علمی موسسې کې د کورپوس کورانیکوم (Corpus Coranicum)پروګرام مشره وه.
آنگلیکا نویویرت ډېر انعامونه او جوایز ترلاسه کړی چې هغې کې د صلیب فدرال خدمات ړومبنی درجه ، علمی مطالعاتو لپاره د زیگموند فروید (Sigmund Freud)او د جرمنی توبینگن (Tübingen) پوهنتون لئوپولد لوکاس (Leopold Lucas)جایزو ته اشاره کولی شو.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3357615