IQNA

مسجد الحرام حادثه کې د ژوبل شوی کسانو شمېر ۲۳۸ او د مړو شمېر ۱۰۷ ته ورسېدو

23:53 - September 12, 2015
د خبر لمبر: 3361738
نړیواله ډله: د عربستان د مقاماتو د وینا په رڼا کې، د طوفان له مخې مسجد الحرام کې د کرین لوېدلو سره د جمعه په ورځ تقریباْ ۱۰۷ کسان مړه او د ۲۳۸ نه زیات کسان په کې ژوبل شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «Saudi Gazette»ورځپاڼې نه په نقل، د عربستان ګالونکې دفاع وزیر سلیمان الامر اعلان کړی: تېز طوفان د دې پېښې سبب وو.

هغه د خپل توئټر صفحه باندې ورکړی: نجات ورکوونکې خپل فعالیت کې لګیا دی.

د عربستان سرچینې همدارنګه تاکید وکړو: دا کرین د باران او طوفان له سببه چې تېز والی یی ۸۳ کلو مېټر په ګېنټه ته رسېدلی وو د جمعه په ورځ په مکه مکرمه کې را لوېدلې وو.

همدارنګه د مکه سیمې مشر خالد فیصل د دې پېښی په اړه د څېړنې لپاره د کمېټۍ اعلان وکړو او د هغې نتیجه یی څرګنده کړه.

د عربستان ورځپاڼې عکاظ هم تاکید کړی چې روغتونونه او د مکه روغتیا ځایونه ټول د بیړنۍ اعلان کړی.

د مکه مکرمه سیمې سره میاشتې ټولنې مشر هم اعلان کړی: ۳۹ امبولانس د ژوبل شوی کسانو ولړلو لپاره او د مرسته کولو لپاره تیار ولاړ وو چې خلک به یی روغتونونو ته ولړل

http://iqna.ir/fa/News/3361475

captcha