IQNA

د اندونیزیا خط بریل کې قرآن خپرولو پروګرام

15:02 - September 14, 2015
د خبر لمبر: 3362491
نړیواله ډله: د اندونیزیا دینی چارو وزارت د بریل خط کې قرآن خپرولو او د دغه هیواد ړندو مسلمانانو مرستې کولو خبر ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Treeangle» خبرونو بنسټ نه په نقل، د اندونیزیا دینی چارو وزارت مشر اعلان کړی: د خط بریل قرآن چاپ د راروان کال(۲۰۱۶) نه به شروع کېږی.

هغه وویل: د وخت لږتیا له وجې دا پروګرام دې کال نشی شروع کېدلی.

ماشاسین، زیاته کړه: دې کال د دینی چارو وزارت او د چاپ شرکت، اوس دې کار ته تیار نه دی، خو ولی هیله لری چې راروان کال به دا کال ترسره شی.

هغه وویل: د دینی چارو وزیر د بریل خط کې د قرآن چاپ لپاره کوښښ دې کال نه شروع کړی، خو ولی دا کار ترسره کولو لپاره باید قانونی لیکنې ترسره شی.

تر دی وخته د اندونیزیا ړنده کسان د قرآنونو نه استفاده کوی چې بریل خط کې نه دې لیکلې شوی، خو د لمس کولو نه پس د آیت تلاوت د ړندو لپاره خپره وی.

http://iqna.ir/fa/News/3361909

captcha