IQNA

مسجدالحرام کې د قرآن کریم ۷۰ ژبو ژباړه کې وېشنه

23:02 - September 15, 2015
د خبر لمبر: 3362968
نړیواله ډله: د مسجدالحرام او د مسجدالنبی صلی الله علیه و آله ټولو چارو مشر د قرآن چارو سره مربوط اداری ته د قرآن کریم ۷۰ ژبو ژباړې د مکه حرم مختلفو سالونو کې وېشلو خبر ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «alhadath.ps» ویبپاڼې نه په نقل، مسجدالحرام کې د دینی کتابونو او قرآن اداری مشر محمد ریال السیلانی په دې اړه وویل: د مسجدالحرام او د مسجدالنبی صلی الله علیه و آله وسلم ټولو چارو مشر کوښښ کوی چې د قرآن کریم یو لوی شمېر نسخو د حج کوونکو ترمنځه وېش کړی.

هغه زیاته کړه: تراوسه د یو ملیون او دوه سوه زره نه زیات د قرآن نسخې په مسجدالحرام کې تقسیم شوی او ۳۰۰ قرآن نسخې د بریل په خط کې د زړه روښانو ترمنځه وېش کړی او تقریباْ د قرآن په ۷۰ ژبو کې ژباړې هم وړاندې کړی.

شیخ محمد ریال السیلانی په ادامه کې وویل: د مسجدالحرام او د مسجدالنبی صلی الله علیه و آله د ټولو چارو مشر د دې کال حج لپاره کوښښ کړی چې د حج کوونکو قرآن او د هغې ژباړې ته اړتیا مسجدالحرام نه پوره کړی او همدارنګه، او همدارنګه هغه ټول قرآنونه چې د «ملک فهد» قرآنی ټولنې چاپ نه دی ټول را جمع کړی.

السیلانی زیاته کړه: د مسجدالحرام او مسجدالنبی صلی الله علیه و آله ټولو چارو مشر همدارنګه غواړې چې د قرآن صحیح تلاوت او صحیح لوستلو یو څو غونډې حج کوونکو لپاره پیل کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3362120

captcha