IQNA

په انګلیس کې قرآنی مطالعاتو نړیواله کانفرانس پیل کېږی

7:53 - October 30, 2015
د خبر لمبر: 3414405
نړیواله ډله: قرآنی مطالعاتو نړیواله کانفرانس ۷دوره په ۱۳ خرداد ۹۵ کال باندې لندن کې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «quran-institute» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا کانفرانس د انګلیس نړیواله قرآنی موسسه په مرسته د قرآن کریم مختلف ابعاد کې څېړنه او تحقیق ته وده ورکولو هدف سره پیل کېړی.

دا کانفرانس د انسانانو لپاره د قرآنی کریم لوستلو اهمیت او د دې الهی کتاب له ښودنې ګټه اخیستلو په اړه پیل کېږی او په تیره د قرآنی هغه لوستنی چې نړیواله وړ لری او د نن پرمختګه نړی سره سمون خوری تمرکز ورکړلی کېږی.

د دې کانفرانس موضوعات له لکه د تېرو دورو« د اسلامی حکومتونو څرګندتیا او د هغی قرآنی سیاست»، « قرآنی قانون او د هغی سکولر او نړیواله قانونو سره اړیکه او متقابله اغیزه»، «اسلامی بانکداری او مالی بازارونه، د دې قرآنی شننه او د اسلامی نظام څېړنه سره د قرآنی اړتیاوی»، «فکری ستونزو ته قرآنی ځواب او مسلمانانو فلسفی پرمختګ سره د مختلفو بیدینی او نظری ډلو له اړخه شوی پوښتنو چې مسلمانانو ته وړاندی کوی» دی.

د قرآن مختلفه ابعاد د ښودو نړۍ ، سیاست، ټولنیزه او ... باندې څرګندولو هدف سره ادبیات کې څېړنه، د قرآن عربی ژبه، آیا دا مخ پر کمېدو دی او که نوې رسنۍ د دې د تقویت سبب جوړېږی؟ د قرآن کریم ژباړه، د قرآن اخلاقی ښودنې او د هغی د تاریخ په اوږدو کې په اسلامی ټولنو کې تاثیر، د قرآنی ایتونو علاج او د هغی عصبی بیمارو لکه خفګان او خوابدی نه مخنیوی، د قرآنی مطالعاتو او قرآن په نړۍ کې دینی فکر باندی اثر او د قرآن د تفسیر نوې لاری، او د مثبت او منفی نقاط ته بیا کتنه د دې کانفرانس نور موضوعات دی.

څېړونکې کولی شی چې خپل نور موضوعات هم خپل څېړنی او تحقیق لپاره څرګنده کړی.

په دی کانفرانس کې ګډون غوښتوونکې تر ۱۲ اردیبهشت پور وخت لری چې د خپلو مقالاتو سرلیک عربی او یا انګلیسی ژبه کې د دې کانفرانس سکرتریت ته راولېږی.

په دی اړه نور معلومات ترلاسه کولو او خپل نوم ګډون کوونکو کې لیکلو لپاره د دې کانفرانس او د انګلیس قرآنی موسسه ویبپاڼې  http://quran-institute.org.uk/ ته مراجعه وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3395205

captcha