قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د بوابه ویتو ویبپاڼې نه په نقل، اپر وینفری خپل یو نوې پروګرام «Belief»(ایمان) کې د اسلام دین محبت ملګرتیا او کلتور تحکیم او د دې دین ښکلا وړاندی کوی.
د نړی تر ټولو مالداره ښځه به خپل د ټی وی نوې پروګرام کې د نړۍ خلکو مختلفو عقایدو، د هغوې مذهبی او دینی پروګرامونو څېړنه کوی.
اپرا وینفری: د مکه انځورونه به کتونکو لپاره خپره وی
هغې په دې اړه ویلې: زه به په دې پروګرام کې د نړۍ ځنې معنوی او مقدس ځایونو لکه مکه انځورونه کتونکو لپاره خپور کوم.
اپرا وینفری څرګنده کړه: دا پروګرام به اسلام کې د تصوف سنن او آداب باندې تمرکز کوی.
وینفری په ادامه کې زیاته کړه: په دې پروګرام کې به وارون سونی، د کالیفرینا پوهنتون د مذهبی ژوند پوهاند د اسمانی دینونو تعریف د اسلام په اړه غلط تصورات په اړه شننه او اطلاعات ورکوی او د اسلام تاریخ به د کالیفرنیا پوهنتون اسلامی علمونو پوهنځی په مرسته به کتونکو ته وړاندې کوی.
دې پېژندلې شوی مجری او د امریکه خیر غوښتونکې اعلان کړې چې شوق لری خپل پروګرام کې د مسلمانانو خلاف اخیرنو اسلام نه ویرولو حملو په اړه امریکا کې شروع وکړی.
اپرا وینفری دې ته اشارې سره چې د امریکه خلک چې د اسلام او مسلمانانو نه کومه وېره کوی وویل: مونږ به په دې پروګرام کې د اصل اسلام معرفی سره امریکه کې د خلکو نفرت او وېره له منځه وړو.
http://iqna.ir/fa/News/3421594