IQNA

آرته سېټیلایټ چینل نه «قرآن کې مسیح» مستند خپریدل

10:04 - November 08, 2015
د خبر لمبر: 3444576
نړیواله ډله: د فرانس آلمانی آرته «Arte» چینل به ډېر زر به د حضرت مسیح علیه السلام مقام په قرآن کې مستند وړاندی کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «histoire- pour-tous» ویبپاڼې نه په نقل، دا مستند به د ۲۶ نړیواله پوهاندو سره د مسلمانانو پوهاندو جوړه وی، ویلې کېږی چې د دې کال آذر میاشته کې په اووه ټوکونو کې د آرته«Arte»  چینل نه خپرېږی.

په دې مستند کې به د قرآن په رڼا کې حضرت مسیح او حضرت مریم علیهم السلام په اړه خبری اترې کېږی،

دا مستند د قرآن سوره نساء ۱۵۷ او ۱۵۸ آیتونو نه استناد کوی. وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِیحَ عِیسَى ابْنَ مَرْیَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـکِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِینَ اخْتَلَفُواْ فِیهِ لَفِی شَکٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ یَقِینًا بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَیْهِ وَکَانَ اللّهُ عَزِیزًا حَکِیمًا: «اوله دې امله چې په خپله یې وویل چې مونږدالله پېغمبرمسیح عیسى بن مریم وژلى دى حال دا چې دواقعیت له مخې هغو نه هغه وژلى او نه یې په دار ځړولى دى؛ بلکې موضوع د هغو له پاره مشتبه وګرځول شوه او کومو خلکو چې د هغه په باب اختلاف کړیدى هغویې هم په اصل کښې په شک کښې لویدلى دی، له هغو سره په دې باب هېڅ علم نشته ، صرف د ګومان پیروی ده.هغوى په یقینی توګه مسیح نه دى وژلى، بلکې الله هغه خپل لوری ته اوچت کړالله ډېر زیات زوراور اودحکمت څښتن دى». د حضرت مسیح به صلیب باندې وژلو نفی او دا پېښه به د تاریخ له نظره لټه وی.

آرته «Arte»  د فرانسې ژبه عبارت Association Relative à la Télévision Européenne)) نه مخفف دی چې معنا یی د فرانس جرمن ژبې سیټیلایټ چینل ده، چې خپل فعالیت د کلتور او هنر په اړه پیل کوی.

دې چینل ځان د اروپا کلتوری چینل په عنوان سره وړاندې کړی او هدف یی د کلتوری او هنری پروګرامونو سره د کیفیت ته ورکول دی.

د دې چینل مرکزی دفتر د فرانس استراسبورګ کې دی، دا رسنۍ د آلمان بادن-بادن او د پیرس سره نږدی ایسی لمولینو کې هم ځایونه لری.

http://iqna.ir/fa/News/3443357

captcha