IQNA

مالیزیا کې د اسلامی بانکداری ړومبنی لارښود په لیک شو

1:46 - November 09, 2015
د خبر لمبر: 3445925
نړیواله ډله: مالیزیا کې د اسلامی بانکداری ړومبنۍ لارښود د «د ۲۰۱۶ کال لپاره د اسلامی تجارت قانون راپور» عنوان لاندې په لیک شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الجزیرة نټ» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مالیزیا کې د اسلامی څېړنو نړیواله اکادمی (اسرا) څېړنو برخې مشر مرجان محمد په دې اړه وویل: دا راپور د دې اکاډمی له نړیواله موسسه (تامسون رویترز) مرسته سره د اسلامی د مؤسسو لپاره د بانکداری او پانګونه سره تړلې احکامو معرفی لپاره کوښښونو نتیجه وه چې د خلکو او شرکتونو لپاره په آسان او روان شکل باندې په لیک شوی.

دا لارښود د مالیزیا پای تخت کولالمپور کې اسلامی بانکداری په لسګونو پوهاندو، کار پوهانو په شتون سره د کال ۲۰۱۶ لپاره په لیک شوی.

هغه تاکید وکړو دا راپور د اسلامی بانکداری قانون او شرعی احکامو ترمنځه هماهنګی جوړولو هدف سره په لیک شوی.

مرجان محمد څرګنده کړه: دا راپور د نوې بدلون او د هغې د حل لارې ښودلو هدف سره د اسلامی افتصاد او نوې محصولاتو چې د اسلامی شریعت او اهداف سره وړاندې کولو لپاره په لیک شوی.

د مالیزیا ړومبنۍ وزیر مرستیال اشرف وجدی په دې اړه وویل: د اسلامی بانکداری معاملاتو لپاره یو آسان لارښود لیکلو اصلی هدف د هغه مشتریانو او د دې بانکونو د اقتصادی مشرانو چې له اسلامی شریعت ډېر خبر نه دی لپاره لیکلې شوی.

هغه زیاته کړه: مالیزیا ړومبنۍ هیواد دې چې د اسلامی معاملاتو لپاره ییی په بشپړه توګه قانون ولیکلو، ویلې کېږی ړومبنۍ اسلامی بانک په کال 1983 کې جوړ شوی وو او مالیزیا هغه یو هواد وو چې د اسلامی پانګې لپاره یی قانون لرلو، په دې اړه د مالیزیا مرکزی بانک د اسلامی بانک علمونو ته وده ورکولو او څېړنه کولو لپاره دوه مرکزونه چوړ کړل چې هغې به شرعی قانون په دې اړه وړاندې کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3444133

captcha