IQNA

مصر کې ۷۰ اسلامی عربی هیوادونو مفتیانو او د اوقاف وزیرانو غونډه

8:48 - November 16, 2015
د خبر لمبر: 3452996
نړیواله ډله: د عربی اسلامی ۷۰ هیوادونو نه د اوقاف وزیرانو، عالمانو او مفتایانو د مصر اسلامی چارو عالی شورا غونډې ۲۵ دوره کې چې د دغه هیواد «الاقصر» ښار کې پیل شوه ګډون کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکینا) راپور له مخې، د «الاهرام» خبرونو بنسټ نه په نقل، مصر اسلامی چارو عالی شورا غونډې ۲۵ دوره چې د «توندلاری له منځه لرېکولو او دنیی خبرو کې نوښت لپاره د عالمانو او جوماتونو امامانو نظر» عنوان لاندې له ۲۳ نه تر ۲۴ آبان پوری د مصر «الاقصر» ښار کې پیل کېږی، او د ۷۰ هیوادنو اوقاف وزیران، عالمان او مفتیان دې غونډه کې شتون لری.

دا غونډه د مصر ولس مشر عبدالفتاح السیسی، مشرتوب کې او د شیخ الازهر احمد الطیب، او د مصر اوقاف وزیر محمد مختار جمعه شتون سره پیل کېږی.

د فلسطین د اوقاف وزیر مفتی قدس، د اوکراین او چاد هیوادونو مفتبیان، د پاریس ښار، ابن سینا مؤسسه مشر، قاهره کې د کویت وزیر بیت زکات د سریلانکا دینی چارو وزیر د هند اقلیتونو او دینی چارو وزیر، د جاپان مسلمانانو انجمن مشر، د استرالیا فتوا مشر او قاهره کې یو شمېر د اسلامی او عربی هیوادونو سفیران په دې غونډه کې شتون لری.

http://iqna.ir/fa/News/3447897

captcha