قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، آسیا غربی څانګه، د پاکستان ړومبنۍ وزیر نواز شریف د پاریس ترهګری پېښه محکوم کولو سره وویل: پاکستان په دې غم کې له هغوی سره شریک دی او د ترهګری په نړۍ کې ړنګتیا لپاره مرستی ته تیار دی.
هغه دې وینا سره چې ترهګر له هیڅ دین سره وابسته نه دی، د دې فکر سره چې له دې پېښی نه پس کېدلی شی فرانس کې د مسلمانانو او په تېره بیا د پاکستانی کسانو ته ستونزی ور په غاړه شی، د هغی مخنیوی لپاره د ضروری اقداماتو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د پاکستان بهرنۍ چارو وزارت په یو بیانیه کې د ترهګرو حملی په پاریس او د بیروت «ضاحیه» کې محکوم کولو سره دا فکر څرګنده کړو چې کېدلی شی په فرانس کې مسلمانان او په تېره بیا پاکستانی کسان ستونزو سره مخامخ شی د اندېښنه ښکاره کړه.
دې وزارت د فرانس حکومت، خلکو او هغه کورنو ته چې کسان یی په دې حملو کې مړه شوی خواخوږی څرګنده کړو او د دې پېښی ژوبل کسانو لپاره یی د الله نه د روغتیا غوښتنه وکړه.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3453183