IQNA

پاکستان کې «لبیک یا زینب سلام الله علیها» لاریون پیل کېږی

1:22 - November 23, 2015
د خبر لمبر: 3455825
خارجی څانګه: پاکستان کې د مختلفو دینونو منونکو په شتون کې «لبیک یا زینب سلام الله علیها» لاریون پیل کېږی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د پاکستان سند ایالت شهیدانو کمېټه مشر حجت الاسلام مقصود دومکی، وویل: د پاکستان شیعیانو لاریون د حکومت ترهګرو او شیعیانو سره دوه اړخیزه سیاست باندې اعتراض په اړه په ۳ آذر به پیل کېږی.
هغه وویل: دا لاریون چې «لبیک یا زینب سلام الله علیها» عنوان باندې ټاکلې شوی د شهداؤ کورنۍ، اهل سنت او نورو اقلیتونو لکه هندوانو او مسیحیانو ګډون سره به پیل کېږی.
حجت الاسلام دومکی د پاکستان حکومت له ترهګرو ډلو سره اړیکو په اړه وویل: تراوسه د پاکستان حکومت یو غړی د جیکب آباد او چلګری پېښو په اړه رابطه نه ده کړی تر دی چې خواخوږی یی هم نه دی ویلی.
هغه د پاکستان له ځواک نه غوښتنه وکړه چې د افراطی ډلو بنسټونو په اړه چې د سند او بلوچستان ولایت کې شتون لری ضروری اقدامات وکړی او په ادامه کې غبرګون ورکړو چې که چری حکومت د ترهګرو ځپولو او مخنیوی او د شیعیانو نه دفاع لپاره څه اقدام ونکړو نو د دې هیواد شیعیان به په لوې لوې لاریون باندې لاس پوری کړی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3455108

captcha