IQNA

«قرآن د تاوتریخوالی مخالف دی» ایټالیا کې د داعش خلاف احتجاج + انځور

2:09 - November 23, 2015
د خبر لمبر: 3455827
نړیواله ډله: د ایتالیا په سلونو مسلمانانو ښاریزو پرون مازدیګر د دغه هیواد «رم» او «میلان» ښارونو کې د داعش په خلاف احتجاج کې ګډون وکړو او پاریس کې د ترهګرو حملی محکوم کړی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «السفیر» خبرونو بنسټ نه په نقل، د ایتالیا مسلمانانو اجتجاج چې پیغام یی «قرآن د تاوتریخوالی مخالف دی» وو سخت امنیتی سره پیل شو.
مسلمانانو په دې اجتجاج کې د لوحې پورته کړی وې چې پرې «قرآن د تاوترخوالی سره مخالف دی»، «اسلام د سولی دین دی» او «د پاریس خلکو ته خواخوږی وایو» لیکلې شوی وو او د پاریس حملی یی محکوم کړی.
عبدالله رضوان، د رم ښار، د اسلامی مرکز مشر وویل: د دې احتجاج پیغام روښانه دی، د ترهګری حملی دې د مسلمانانو په نوم نباید ادامه پیدا کړی او دا غږ باید د ټول نړیوالو تر غوږه ورسی.
د ایتالیا «کایم» سازمان مشر دیوید پیکاردو، هم خپل بیان کې د «ترهګری ته نه – جومات ته هو» او د یو کمپین «د اسلام ویرولو نه اندیښنه» غوښتنه وکړه.
اسلام په ایتالیا کې د مسیحیت نه دویم لوی مذهب دی او د ایتالیا ملی مرکز د نوې اطلاعاتو په اساس ایتالیا کې ۱ میلیون او ۷۰۰ مسلمانان ژوند کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3455409

captcha